په ښوملګرتیاؤسره په هرډګرکې ګډې موخې پوره کیدلی شی
زمونږخبریال واي داسلامی انقلاب معظم لارښود دڅو هیوادونو له خوا دملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو په مقابل کې د تهران اوماسکو ګډه دریدا،ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې وکړ،په سورئې کې د ترهه ګرو دملاتړی امریکائی ائیتلاف ماته یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی،خو دوی هماغه راز د دسیسو اوپلانونو په جوړولو بوخت دی،پر دې اساس د سورئې د موضوع بشپړحل د پیاوړو ملګرتیاؤ دوام ته اړتیا لری .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای بیګا دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې په سورئې کې د ایران اوروسیې دملګرتیا ښو تجروبو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، د دغې ملګرتیا نتیجو وښودله ، تهران او ماسکو ، په سختو ډګرونو کې ګډې ګټې پوره کولی شی .
دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود په دغې کتنې کې همداراز دڅو هیوادونو له خوا دملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو په مقابل کې د تهران اوماسکو ګډه دریدا ، ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې وکړ ، په سورئې کې د ترهه ګرو دملاتړی امریکائی ائیتلاف ماته یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی ،خو دوی هماغه راز ددسیسو اوپلانونو په جوړولو بوخت دی ، پر دې اساس د سورئې د موضوع بشپړ حل د پیاوړو ملګرتیاؤ دوام ته اړتیا لری .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دسورئې ولس د دغه هیواد دمسئلو نهائی فیصلو کونکی وباله او روښانه ئې کړه ، باید د سورئې دحکومت په باب ټوله مسئلې اوحل لارې د دغه هیواد له داخله راپورته شی او دسورئې حکومت باندې دې د هیڅ ډول پلان دا جرا لپاره دباؤنه وانه چول شی او هرڅومره ممکنه وی ، پلانونه دې جامع الاطراف وی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دایران اوروسیې په ضد دامریکا له بندیزونو سره دګډې مقابلې لپاره ملګرتیا ډیره ښه وبلله او زیاته ئې کړه ، د هیوادونو داړیکو دکمزور ی کولو لپاره ددښمنانو منفی پروپیګنډو ته له پامه پرته ، ا یران او روسیه په دوو یا څو اړخیزو اقتصادی معاملو کې د ډالرو د حذفولو او دهغو په ځای دملی پیسو څخه دکار اخستلو پشمول په رودو سره ا مریکائی بندیزونه بې اغیزې او امریکا ورسره منزوی کولی شی . حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای همدرااز په یمن کې د هرې ورځې دجنایتونو پشمول په ځینو هیوادونو کې د سعودی عربستان خونړیو لاسوهنې ، په ژورو غمیزو او مخمصو کې د سعودی عربستان دښکیلیدا زمینې وبللې ا و روښانه ئې کړه ، دوی حتی نه پریږدی ، دیمن مظلومو خلکو ته چې له ډول ډول وژونکو اوخوریدونکو ناروغیو سره لاس او ګریوان دی ، درمل او مرستې ورسیږی .
دایران د ا سلامی انقلاب معظم لارښود په دغې کتنې کې دجامعې ایټمی موافقې او څو اړخیزو تړونونو د رعایتولو دضرورت په باب دروسیې د ولسمشر څرګندونې ښې وبللې او وې وئیل ، امریکایان له بده مرغه خپلو یاغی خویونو ته دوام ورکوی چې باید پر عقل په تکیې او له سمو لارو څخه په استفادې سره ورسره چلند او مقابله وشی .
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغې کتنې کې ا یران دروسیې لپاره یو ستر ګاونډی او سټراټژیک شریک وباله او وې وئیل ، تهران او ماسکو باید د هراړخیزو اړیکو دپراختیا اوپیاوړتیا لپاره له هر فرصت او زمینې استفاده وکړی .
پوتین په سورئې کې د ګډو موخو په پوره کیدا کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود دریځونه ډیر اغیزمن اوعقلمند وبلل او وې وئیل ، دسورئې پشمول په هر یوه هیواد کې هر ډول بدلون، باید له داخله وشی .
دروسیې ولسمشر دایران او دپینځه جمع یوې ډلې له جامعې ایټمی موافقې دماسکو دبشپړ ملاتړ په اعلانولو سره ووئیل ، ماسکو دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس داصلی اصولو بدلیدا ناسم کارګڼی او ددفاعی موضوع پشمول له نورو مسئلو سره دایران دایټمی پروګرام له تړلو او یو ځای کولو سره مخالفه ده .