په ښوملګرتیاؤسره په هرډګرکې ګډې موخې پوره کیدلی شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58813-په_ښوملګرتیاؤسره_په_هرډګرکې_ګډې_موخې_پوره_کیدلی_شی
زمونږخبریال واي داسلامی انقلاب معظم لارښود دڅو هیوادونو له خوا دملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو په مقابل کې د تهران اوماسکو ګډه دریدا،ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې وکړ،په سورئې کې د ترهه ګرو دملاتړی امریکائی ائیتلاف ماته یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی،خو دوی هماغه راز د دسیسو اوپلانونو په جوړولو بوخت دی،پر دې اساس د سورئې د موضوع بشپړحل د پیاوړو ملګرتیاؤ دوام ته اړتیا لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2017 18:32 Asia/Kabul
  • په ښوملګرتیاؤسره په هرډګرکې ګډې موخې پوره کیدلی شی

زمونږخبریال واي داسلامی انقلاب معظم لارښود دڅو هیوادونو له خوا دملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو په مقابل کې د تهران اوماسکو ګډه دریدا،ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې وکړ،په سورئې کې د ترهه ګرو دملاتړی امریکائی ائیتلاف ماته یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی،خو دوی هماغه راز د دسیسو اوپلانونو په جوړولو بوخت دی،پر دې اساس د سورئې د موضوع بشپړحل د پیاوړو ملګرتیاؤ دوام ته اړتیا لری .

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای بیګا   دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  په کتنې کې  په سورئې کې د ایران اوروسیې  دملګرتیا ښو تجروبو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، د دغې ملګرتیا  نتیجو وښودله ، تهران او ماسکو ،  په سختو ډګرونو کې  ګډې ګټې پوره کولی شی .

دایران   داسلامی انقلاب معظم لارښود  په دغې کتنې کې همداراز  دڅو  هیوادونو  له خوا دملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو په  مقابل کې  د تهران اوماسکو  ګډه  دریدا ،  ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې وکړ ، په سورئې کې د ترهه ګرو  دملاتړی  امریکائی ائیتلاف  ماته   یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی  ،خو دوی هماغه راز  ددسیسو اوپلانونو په جوړولو بوخت دی ، پر دې اساس  د سورئې  د موضوع بشپړ حل   د پیاوړو ملګرتیاؤ  دوام ته اړتیا لری . 

دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دسورئې ولس  د دغه هیواد دمسئلو نهائی  فیصلو کونکی  وباله او روښانه ئې کړه ، باید   د سورئې دحکومت په باب ټوله مسئلې اوحل لارې  د دغه هیواد له داخله  راپورته شی  او دسورئې حکومت باندې  دې   د هیڅ ډول پلان  دا جرا لپاره دباؤنه وانه چول شی  او  هرڅومره ممکنه وی ، پلانونه  دې  جامع الاطراف وی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود   دایران اوروسیې په ضد  دامریکا  له بندیزونو سره  دګډې مقابلې لپاره  ملګرتیا ډیره ښه وبلله او زیاته ئې کړه ،   د هیوادونو داړیکو دکمزور ی کولو لپاره  ددښمنانو  منفی پروپیګنډو ته له پامه پرته ، ا یران او روسیه  په دوو یا څو اړخیزو اقتصادی معاملو کې د  ډالرو  د  حذفولو  او دهغو په ځای دملی پیسو څخه دکار اخستلو پشمول  په   رودو سره    ا مریکائی بندیزونه بې اغیزې  او امریکا  ورسره منزوی کولی شی .  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  همدرااز   په یمن کې د  هرې ورځې  دجنایتونو پشمول  په ځینو هیوادونو کې د سعودی عربستان  خونړیو لاسوهنې ،  په ژورو  غمیزو او مخمصو کې د سعودی عربستان دښکیلیدا زمینې  وبللې ا و روښانه ئې کړه ،  دوی حتی   نه پریږدی ، دیمن مظلومو خلکو ته  چې  له ډول ډول وژونکو اوخوریدونکو ناروغیو سره لاس او ګریوان دی ، درمل او مرستې ورسیږی . 

 دایران د ا سلامی انقلاب معظم لارښود  په دغې کتنې کې  دجامعې ایټمی موافقې  او څو اړخیزو تړونونو  د رعایتولو  دضرورت په باب  دروسیې د ولسمشر څرګندونې ښې وبللې  او وې وئیل ،  امریکایان له بده مرغه  خپلو یاغی خویونو  ته دوام ورکوی چې باید پر عقل په تکیې او له سمو لارو څخه   په استفادې سره  ورسره  چلند  او مقابله وشی .

 دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغې کتنې کې  ا یران دروسیې لپاره  یو ستر ګاونډی او سټراټژیک شریک وباله او  وې وئیل ،  تهران او ماسکو باید د هراړخیزو اړیکو دپراختیا اوپیاوړتیا لپاره  له هر فرصت او زمینې  استفاده وکړی .

  پوتین   په سورئې کې  د ګډو موخو په  پوره کیدا کې  داسلامی انقلاب  دمعظم لارښود دریځونه  ډیر اغیزمن اوعقلمند وبلل  او  وې وئیل ،  دسورئې پشمول  په هر یوه  هیواد کې  هر ډول بدلون، باید  له داخله وشی .

 دروسیې ولسمشر دایران او دپینځه جمع یوې ډلې   له جامعې ایټمی موافقې  دماسکو دبشپړ  ملاتړ په اعلانولو سره ووئیل ،  ماسکو  دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  داصلی اصولو بدلیدا  ناسم کارګڼی  او  ددفاعی موضوع پشمول  له نورو مسئلو سره  دایران دایټمی پروګرام  له تړلو او یو ځای کولو سره  مخالفه ده .