اسرائیلو د سوریې په خاروې بیا تیری کړی دی
-
دسوریې عسکرو د لبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په مرستې سره له تیرو څو میاشتو راهسې ترهګرو ته سختې ماتي ورکړي دي .
العالم ټیلی ویژن راپور راکړی دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون د سوریې د پلازمینې دمشق ولایت په لویدیځ کښې په بلودان سیمې حمله کړی ده .
د صهیونیسټ رژیم الوتکو دغه راز د سوریې په مرکز او لویدیځ کښې په حمص ولایت کښې په الحیسا سیمې هم حمله کړی ده .
د سوریې پوځ هم په ځواب کښې داسراییلی جنګی الوتکو په لور له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکی توغندی حمله وکړه .
اسرائیلو له دې مخکې هم په ځلونو د ترهګرو د ملاتړ لپاره دسوریې د پوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو حملې کړی دی .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره امریکا ، انګلستان، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، قطر، اردن ، اسرائیل ، بحرین ،کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .
دسوریې عسکرو د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په مرستې سره له تیرو څو میاشتو راهسې ترهګرو ته سختې ماتی ورکړی دی او ډیر ترهګر وژل شوی او نور تښتیدلی دی .