دسعودی عربستان پلان سخته ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58853-دسعودی_عربستان_پلان_سخته_ماتی_خوړلی_ده
د مقاومت دعلماو د نړیوالې ټولنې عمومی منشی شیخ ماهر حمود په بیروت کښې ددغه اتحادیې د دوهمې(۲) نړیوالې غونډې په څنګ کښې وویل د حزب الله او د مقاومت دځواکونو د ترهګر ښودلو لپاره د ال سعود او صهیونیسټ رژیمونو او د هغوې دلویدیځو ملګرو هیوادونو پروګرامونه او پلانونه له ماتی سره مخ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2017 02:26 Asia/Kabul
  • شیخ حمود د جیمز بالفور اعلامیه د  اسلامي هیوادونو د بې احتیاطۍ له کبله یوه(۱) دسیسه وبلله .
    شیخ حمود د جیمز بالفور اعلامیه د اسلامي هیوادونو د بې احتیاطۍ له کبله یوه(۱) دسیسه وبلله .

د مقاومت دعلماو د نړیوالې ټولنې عمومی منشی شیخ ماهر حمود په بیروت کښې ددغه اتحادیې د دوهمې(۲) نړیوالې غونډې په څنګ کښې وویل د حزب الله او د مقاومت دځواکونو د ترهګر ښودلو لپاره د ال سعود او صهیونیسټ رژیمونو او د هغوې دلویدیځو ملګرو هیوادونو پروګرامونه او پلانونه له ماتی سره مخ شوی دی .

هغه له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ نن سبا هغه هیوادونه چې دلبنان حزب الله غورځنګ ترهګر نوموی هماغه هیوادونه دی  چې په سوریې کښې فتنه یې جهاد بللی ده .

شیخ حمود په دې خبرې سره چې په عراق ، سوریې او د لبنان په ختیځ کښې  له ترهګرۍ په ملاتړ کښې دسعودی عربستان دسیسه له ماتی سره مخ شوی ده وویل هغه هیواد(سعودی عربستان) چې نن د مقاومت جنګیالی ترهګر نوموی په خپله په سیمه کښې د ترهګرۍ بنسټ کیښودونکی دی .

شیخ حمود د جیمز بالفور اعلامیه د  اسلامی هیوادونو د بې احتیاطۍ له کبله یوه(۱) دسیسه وبلله او وې ویل له دې سره سره به فلسطین د نړۍ د مسلمانانو د جهاد قبله شی .