دسوریې عسکرو له داعش نورې سیمې نیولی دی
-
همدا اوس دسوریې په دیرالزورولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یوازنی مرکز دعراق سرحدونو ته نږدې البوکمال ښار دی .
زمونږ خبریال وایی په لندن کښې دیره دحکومت مخالفانو ته اړونده د سوریې دبشری حقوقو څارونکی موسسې وویل حکومتی عسکرو دیرالزوز ستراتیژیک ښار د داعش ترهګرۍ له نیواک څخه ازاد کړ .
له دې مخکې په سوریې کښې یوشمیر سرچینو ویلی وو وسله والو ځواکونو د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په ملاتړ سره پرون د دیرالزور ښار د سیمو د ازادولو دعملیاتو په دوام کښې له داعش تکفیری ترهګرې ډلې نوی سیمې ازادې کړې .
دسوریې پوځیان بریالی شول ددیرالزور ښار په مرکز کښې د عمومی پارک او النور روغتون دداعش ډلې له نیواک څخه ازاد کړی او ددغه ښار د بسونو د زاړه ټرمینال په لور حرکت وکړی .
همدا اوس دسوریې په دیرالزورولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یوازنی مرکز دعراق سرحدونو ته نږدې البوکمال ښار دی او د سوریې عسکر او دحزب الله ځواکونه اوس ددغه ښار پنځوس(۵۰) کلومیټرۍ ته رسیدلی دی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره سعودی عربستان، ترکیه ، قطر، اردن ، متحده عربی امارات ،کویت ،بحرین ، امریکا ، اسرائیل ،انګلستان ، فرانسه او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مالی ، پوځی اواستخباراتی مرستې کوی .