دسوریی په دیرالزور کښې سل کسان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58907-دسوریی_په_دیرالزور_کښې_سل_کسان_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په یوه(۱) ګاډی کښې بم چاودنې کابو سل(۱۰۰) کسان وژلی او په لسګونو نور ژوبل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2017 00:57 Asia/Kabul
  • دغه ترهګره بم چاودنه بیګا د فرات سیند  په ختیځ کښې دسوریې د دیرالزور ولایت په «جدیده عکیدات »سیمه کښې وشوه .
ویل کیږي له چاودیدونکوموادو یو ډک ګاډی د دیرالزور ښار د کډوالو په مینځ کښې واچاودول  شو او دغه چاودنه دومره زوره وره وه چې د ښار په اکثرو سیمو کښ
    دغه ترهګره بم چاودنه بیګا د فرات سیند په ختیځ کښې دسوریې د دیرالزور ولایت په «جدیده عکیدات »سیمه کښې وشوه . ویل کیږي له چاودیدونکوموادو یو ډک ګاډی د دیرالزور ښار د کډوالو په مینځ کښې واچاودول شو او دغه چاودنه دومره زوره وره وه چې د ښار په اکثرو سیمو کښ

زمونږخبریال وایی دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په یوه(۱) ګاډی کښې بم چاودنې کابو سل(۱۰۰) کسان وژلی او په لسګونو نور ژوبل کړی دی .

دغه ترهګره بم چاودنه بیګا د فرات سیند  په ختیځ کښې دسوریې د دیرالزور ولایت په «جدیده عکیدات »سیمه کښې وشوه .

ویل کیږی له چاودیدونکوموادو یو ډک ګاډی د دیرالزور ښار د کډوالو په مینځ کښې واچاودول  شو او دغه چاودنه دومره زوره وره وه چې د ښار په اکثرو سیمو کښې یې غږ اوریدل شوی دی .

المیادین ټیلی ویژن راپور ورکړ دغه ترهګره حمله داعش ټروریسټی ډلې کړی ده .

دسوریې پوځ په تیرې پنجشنبې ورځ دیرالزور ستراتیژیک ښار چې له عراق سره سرحد لری له داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې ازاد کړی وو .

دسوریې عسکرو او دلبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو له تیرو څو میاشتو راهسې په سوریې کښې ترهګرو ته سخت ګوزارونه او ماتی ورکړی دی او ټروریسټان او دهغوې ملاتړی هیوادونه اوس هڅه کوی چې په دغه هیواد کښې ترهګرې بم چاودنې زیاتې کړی .