سعودی عربستان په لبنان کښې فتنه رامینځته کوی
-
ایران او دلبنان حزب الله غورځنګ په سیمه کښې د سعودي عربستان او د اسرائیلو د چورلیز د دسیسو په شنډولو کښې اساسي رول لري .
فارس خبری اژانس وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق له لومړی وزارت څخه د سعد حریری له استعفا وروسته وویل سعودی عربستان په لبنان کښې دفتنې د رامینځته کولو هڅه کوی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان د لبنان خیر خواه نه دی ډاګینه کړه ریاض د حزب الله د موقعیت، هویت او دمقام دبدلولوکوشش کوی .
دلبنان دحزب الله دمرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق وویل سعودی عربستان غواړی چې لبنان د سعودی عربستان او دصهیونیسټ رژیم د چورلیز یوه(۱) برخه ووسی .
دغه راز په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی هم ویلی دی چې ایران هیڅکله دلبنان په چارو کښې د لاسوهنې هڅه نه ده کړی بلکې تل د دغه هیواد دملی واکمنۍ ، تکثر او د خپلواکۍ ملاتړی وو او دی .
له دې مخکې دلبنان ولسمشر میشل عون هم په لبنان کښې د ایران دلاسوهنې په اړه د ځینو عربو او لویدیځو سرچینو ادعا رد کړه او ویې ویل لبنان تراوسه د ایران لخوا هیڅ لاسوهنه نه ده لیدلی او په دې زمینه کښې ادعاګانې ناسمې دی .
ایران او دلبنان حزب الله غورځنګ په سیمه کښې د سعودی عربستان او د اسرائیلو د چورلیز د دسیسو په شنډولو کښې اساسی رول لری .