د ریاض په هوایی ډګر توغندی ویشتل شوی
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا دسعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې په باچا خالد نړیوالې هوایی ډګر د برکان ایچ دوه ډوله د لرواټنه بلاسټیک توغندی حمله وکړه .
دیمن پوځ وویل چې دغه توغندی په هدف لګیدلی دی .
د سعودی عربستان چارواکو ویلی دی چې دیمن د پوځ لخوا توغول شوی توغندی یې باچا خالد هوایی ډګر ته نږدې شنډ کړی دی او له کبله یې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتی .
دیمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام بیګا ټینګار وکړ چې د سعودی عربستان پلازمینه ریاض د یمن د عسکرو د توغندیو په شیشت کښې ده .
د یمن دهوایی ځواک قوماندان ابراهیم الشامی هم مخکې ویلی وو دهیواد په فضا کښې دقدرت معادله د بدلیدا په حال کښې ده او دښمن باید په دې هکله د یمن خبرداری جدی وګڼی .
د سعودی عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد دپوځ او د ولسی کمیټیو دفاعی قدرت ورځ تر بلې زیاتیږی .