د ریاض په هوایی ډګر توغندی ویشتل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58917-د_ریاض_په_هوایی_ډګر_توغندی_ویشتل_شوی
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا دسعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې په باچا خالد نړیوالې هوایی ډګر د برکان ایچ دوه ډوله د لرواټنه بلاسټیک توغندی حمله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2017 03:19 Asia/Kabul
  • د ریاض په  هوایی ډګر توغندی ویشتل شوی

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا دسعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې په باچا خالد نړیوالې هوایی ډګر د برکان ایچ دوه ډوله د لرواټنه بلاسټیک توغندی حمله وکړه .

دیمن پوځ وویل چې دغه توغندی په هدف لګیدلی دی .

د سعودی عربستان چارواکو  ویلی دی چې دیمن د پوځ لخوا توغول شوی توغندی یې باچا خالد هوایی ډګر ته نږدې شنډ کړی دی او له کبله یې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتی .

دیمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام بیګا ټینګار وکړ چې د سعودی عربستان پلازمینه  ریاض د یمن د عسکرو د توغندیو په شیشت کښې ده .

د یمن دهوایی ځواک قوماندان ابراهیم الشامی هم مخکې ویلی وو دهیواد په فضا کښې دقدرت معادله د بدلیدا په حال کښې ده او دښمن باید په دې هکله د یمن خبرداری جدی وګڼی .

د سعودی عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد دپوځ او د  ولسی کمیټیو دفاعی قدرت ورځ تر بلې زیاتیږی .