دایران پرضد د امریکا دچټی تورونو لګیدل :
-
دامریکا چارواکي دخپل کړچار په اړه دځواب ورکولو پرځاې کوشش کوي ایران دسیمې داوسني حالت مسول وښيي .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دایران پرضد دخپلو سیاستونو په دوام کښې په یوې(۱) بې اساسه ادعا کښې د ریاض په هوایی ډګر له یمن څخه د ویشتل شوی توغندی مسولیت ایران ته متوجه وباله .
سعودی عربستان په تیرې شنبې ورځ د ریاض هوایی ډګر ته دنږدې د یوه(۱) بلاسټیک توغندی د مخه د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل دغه توغندی له یمن څخه ویشتل شوی دی .
دایران دفاع وزیر امیر حاتمی دامریکا د ولسمشر دغه ادعا ته په ځواب کښې وویل دښمن دایران پرضد د تور د لګولو د لپاره له هر فرصته استفاده کوی او مونږ په پریکنده توګه دامریکا تور ردوو .
دیمن جنګ دسعودی عربستان لپاره په یوه (۱)ستومانه کونکی جنګ بدل شوی دی داسې جنګ چې هره ورځ پکښې دیمن ملکیان وژل کیږی او د دغه هیواد خلکو ته زیات مالی تاوانونه هم پکښې رسیږی .
په یمن کښې دسعودی عربستان پوځی عملیات د ۲۰۱۵ میلادی کال د مارچ د میاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه د پریکنده توفان د عملیاتو په نوم سره دسعودی عربستان په پراخو هوایی حملو سره پیل شول .
د سعودی عربستان لخوا دجنګ پلانونې او د پریکنده طوفان د عملیاتو اجرا ته په کتنې سره چې له اوه ویشت (۲۷)ورځې هوایی حملو وروسته دځمکنیو او سمندری جنګونو سبب شول ددې ښودنه کوی چې د سعودی عربستان پوځی ستراتیژۍ جوړونکی او سیاسی پلانونکی باوری وو چې په لنډه موده کښې به په یمن کښې خپلو هدفونو ته ورسیږی خو داسې ونشول .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کښې ایران په یمن کښې په لاسوهنې او خنډ جوړولو تورنوی چې په سوریې او یمن کښې د امریکا او سعودی عربستان سیاستونه له ماتی سره مخ شوی دی او واشنګټن او ریاض په دغو ماتیو د برغولی د کیښودلو لپاره کله نه کله دایران پرضد دا ډول تورونه مطرح کوی .
دایران یوه(۱) پخوانی ډیپلوماټ سید حسین موسویان په یمن دسعودی عربستان د تیری په اړه د چین د ټیلی ویژن په یوه (۱)ګردی میز کښې امریکا په یمن په تیریو او جنګی جرمونو کښې دسعودی عربستان په جرم کښې شریکه وبلله او ویې ویل جنګ امنیت نه راولی او په یمن د سعودی عربستان دحملې نتیجه به په راتلونکو کلونو کښې د ریاض لپاره هم ناامنۍ ولری .
امریکا له دوهم (۲)نړیوال جنګ وروسته داسې سیاستونه غوره کړل چې دخپرو شویو سندونو او راپورونو پراساس د میلیونونو انسانانو د وژل کیدا سبب شوی .
په ویټنام ، افغانستان، انډونیزیا ، پاکستان، سوډان ، عراق او نورو هیوادونو کښې دامریکا نیغ په نیغه او غیر مستقیمو جنګونو په میلیونونو کسان وژلی دی .
ایران هم دهمدغو جنګونو یو(۱) قربانی هیواد دی .
د امریکا د تاوسان پوهنتون استاد او په مینځنی ختیځ موسسې کښې د یمن او د مینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند پروفیسر چارلز چمیتز له مهر خبری اژانس سره په مرکه کښې دیمن په جنګ کښې دامریکا د رول په زمینه کښې وایی : د یمن په جنګ کښې د امریکا رول ډیر غټ دی .
هغه وایی امریکا نیغ په نیغه له القاعده سره د مبارزې د کمپاین او په غیر مستیقم ډول له سعودی عربستان دملاتړ له لارې دیمن په جنګ کښې لاسوهنه کوی .
امریکا نه یوازې په خپله دانسانانو د وژلې نیغ په نیغه مسوله ده بلکې په یمن او فلسطین کښې یې د سعودی عربستان او داسرائیلو په شمول د ماشومانو د وژونکو رژیمونو د جنایتونو ملاتړ هم کړی دی .
هغه څه چې دامریکا ولسمشر په کامل ډول له دروغو په ډکو څرګندونو کښې په ایران تور لګولی دی په حقیقت کښې په سعودی عربستان کښې دامریکا د څو کلن کړچار انځور دی .
خو دامریکا چارواکی دخپل کړچار په اړه دځواب ورکولو پرځاې کوشش کوی ایران دسیمې داوسنی حالت مسول وښیی او په دغه ادعا سره دسعودی عربستان چارواکی له ایران څخه دخلکو او د هیوادونو د ویرولو دسیاست دوام ته هڅوی .