ملګروملتو یوځل بیادمیانمارپه راخین صوبې کې د تاؤتریخوالو دختمولو غوښتنه وکړه
ملګروملتو همداراز دمیانمار په راخین صوبې کې دبشری حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه ښودلې او دمیانمار له حکومته ئې غوښتی دنړیوالو قوانینو اومقرراتو داجرا لپاره دې هڅه وکړی او دغه راز دې بشری حقوقو ته داحترام په سترګه وګوری .
روئیټرز خبری آژانس راپورورکړی ، د ملګروملتو امنیت شورا پرون مازدیګر دمیانمار پر حکومت غږ کړی ، په راخین صوبې کې دې خپل پوځی اقدامات ، چې د لکونو روهینګیائی مسلمانانو د کوچیدو لامل شوی دی ،پای ته ورسوی .
راپور ښئ دملګروملتو امنیت شورا په همداوروستیو کې د میانمار دراخین صوبې وروستۍ شخړې دقومیّتی پاکونې لپاره دیوې هڅې په معنا بللې او دا ئې محکومه کړې ده .
دغه نړیوال اورګان همداراز دمیانمار په راخین صوبې کې دبشری حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه ښودلې او دمیانمار له حکومته ئې غوښتی دنړیوالو قوانینو اومقرراتو داجرا لپاره دې هڅه وکړی او دغه راز دې بشری حقوقو ته داحترام په سترګه وګوری .