امریکې د ایران خلاف بیړنی حالت بیا تمدید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59006-امریکې_د_ایران_خلاف_بیړنی_حالت_بیا_تمدید_کړ
د امریکې حکومت د ایران په وړاندې بیړنی حالت د یو بل کال لپاره تمدید کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2017 10:28 Asia/Kabul
  • امریکې د ایران خلاف بیړنی حالت بیا تمدید کړ

د امریکې حکومت د ایران په وړاندې بیړنی حالت د یو بل کال لپاره تمدید کړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هیواد کانګرس ته په یو لیک کښې وویل: د تهران او واشنګټن اړیکې لا نه دي سمې شوې او ضروري ده چې  ۱۲ زره ۱۷۰ نمبر اجرايي حکم بیاهم اجرا شي.

دغه اجرايي حکم د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۱۴ نیټه د امریکې د هغه وخت ولسمشر جیمي کارټر په تهران کښې د امریکې د جاسوسي ځالې د نیول کیدو له پيښې وروسته صادر کړی و.

کانګرس ته د ټرمپ په لیک کښې همداشان راغلي چې د ایران په هکله د ۱۹۸۱ کال جنوري په ۱۹ نیټه د تصویب شویو اقداماتو اجرا باید د ۲۰۱۸ کال د نومبر تر څوارلسمي نیټې پورې دوام ولري.