دملا درد انسان زر مړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59013-دملا_درد_انسان_زر_مړ_کوی
زمونږ خبریال وایی که چیرې دتاسو ملا درد کوی نو دا ډیره د خواشینۍ خبره ده ځکه چې په یوه نوی تحقیق کښې ویل شوی دی هغه کسان زر مړ کیږی چې ملا یې درد کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2017 11:44 Asia/Kabul
  • خلک وايي چې د ملا درد زیات خطرناک نه دی خو زه دغو کسانو ته وایم دملا درد سړی زر مړ کوي .
    خلک وايي چې د ملا درد زیات خطرناک نه دی خو زه دغو کسانو ته وایم دملا درد سړی زر مړ کوي .

زمونږ خبریال وایی که چیرې دتاسو ملا درد کوی نو دا ډیره د خواشینۍ خبره ده ځکه چې په یوه نوی تحقیق کښې ویل شوی دی هغه کسان زر مړ کیږی چې ملا یې درد کوی .

په یورپین جورنال اف پین مجلې کښې په یوه خپور شوی تحقیق کښې ویل شوی دی هغه کسان زر مری کوم چې په پرله پسې ډول د ملا درد لری .

داسټرالیا د سیدڼی دپوهنتون ساینس پوهانو په څلور زره او درې سوه نوی(۴۳۹۰) کسانو تحقیق وکړ چې عمرونه یې له اویا (۷۰)کلونو زیات وو.

په تحقیق کښې دغه خبره ثابته شوه چې دهغو کسانو چې ملا درد یې درلود د مړینې امکان له نورو  عادی کسانو دیارلس(۱۳) فیصده زیات وو .

داسټرالیا د پوهنتون محقق پاولو فریرا وویل خلک وایی چې د ملا درد زیات خطرناک نه دی خو زه دغو کسانو ته وایم دملا درد سړی زر مړ کوی .