مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59018-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی د سارا معصومی په قلم په یو تحلیل کی لیکل شوی دی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2017 14:16 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته  کتنه

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی د سارا معصومی په قلم په یو تحلیل کی لیکل شوی دی:

  د پوځی مقابلې له طرحی څخه د عربستان اهداف څه دی؟ سعودی عربستان یوه نوې پروژه پیل کړه؛ داسی پروژه چی په هغی کی بیا هم ایران، د سیاسی تورونو له سیلاب سره مخامخ شوئ، او البته دا ځلې د یمن د دوسیې په میدان کی، د ریاض د لوبی کولو کتونکی یو. دا ځلې ریاض؛ څو لوبی په سره جوخته توګه، او په څو ساعته واټن کی پیل کړې. د شنبی ورځی په سهار د لبنان د لمړی وزیر سعد حریری استعفا؛ د شنبی په ماښام په سلطنتی کورنۍ باندی شپنۍ حمله؛ او د ۱۱ شاهزادګانو او د پخوانیو او اوسنیو ۴۰ ؤ مقامونو نیول. د یکشنبی په سهار د ریاض په هوایی ډګر د توغندی په ویشتلو کی، د یمن له حوثیانو سره په ملګرتیا باندی د ایران تورنول؛ د یکشنبی په ماښام د سعودی د شاهزاداه«منصور بن مقرن»  د هلیکوپټر غورځیدل؛ او د هغه او د څو ملګرو وژل کیدل. د دی ټولو سره سره نړۍ د سعودی عربستان د اقداماتو په وړاندی په کامله چوپټیا کی تیروی. نه د سعودی کورنۍ د سیاسی او اقتصادی ډیرو مهمو مقامونو نیونی، او نه هم د یمن په صنعا باندی د سعودی جنګی الوتکو حملی، او د غیر پوځی او بی دفاعو خلګو وژلی، په نړیواله کچه د بشری حقوقو د پایمالیدو په اعتراض کی؛ د ټولنو کومه چیغه پورته کړه. پداشان شرایطو کی د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» هم، د عربستان له پاچاه او ولیعهد سره ملګری شوئ دئ.   

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپانی په یو را پور کی لیکل شوی دی:  د امریکی د کانګرس د جګړی ضد استازې، د اربعین یا څلویښتمی په لاریون کی ګډون کړئ. د امریکی د کانګرس د جګړی ضد استازې، عراق ته په سفر کولو سره، د حسینی څلویښتمی په لاریون کی برخه واخیسته، او له نجف څخه پلې، د کربلا په لور رهې شوه. میرمن« سینتیا مک کینی »؛ چی د امریکی په پارلمان کی د ۱۲ کلن شتون مخینه لری، د اربعین په مراسمو کی د ګډون لپاره، عراق ته تللې ده. مک کینی همدا اوس؛ په بنګلادش کی د پوهنتون استاد ده، او پخپله د هغې له قوله؛ له ډیرې مودې راهیسی عراق ته د سفر کولو په فکر کی وه. دې، په عراق د امریکی حملې ته په اشارې سره وویل: په هغه وخت کی، د جورجیا د ایالتی پارلمان نماینده وه، او په عراق د بوش دولت د حملې په ضد یی وینا کړې وه.   

********

د تهران چاپ د همشهری ورځپاڼی د سعد حریری د استعفا په هکله؛ د ایران د ملی امنیت د لوړی شورا د منشی«علی شمخانی» خبری را اخیستی، او د هغه له قوله یی لیکلی دی: سعد حریری؛ بن سلمان؛ ټرمپ او نتانیاهو ټول د یوې واحدی مسئلې په لټه کی دی، او هغه هم د سیمی په ؤلسونو باندی د امریکی د مشرۍ تپل دی، چی ایران دا مسئله نه منی. شمخانی؛ د المیادین له شبکی سره په مرکه کی، د لبنان استعفا کړې لمړئ وزیر، د ټرمپ او د سعودی د ولیعهد بی چون و چرا تابع وباله، او زیاته یی کړه: هغه څه چی ټرمپ بن سلمان ته منتقلوی، هغه هم هماغه څه حریری ته وایی، او حریری هم باید ټکی په ټکی دغه دستورونه اجرا کړی. په همدی حال کی د ایران خارجه وزیر هم؛ پخپل ټویتری  پیغامونو کی، د سعودی عربستان ادعاؤو او غلیمانه اقداماتو ته په عکس العمل کی ولیکل: غلیم سعودی عربستان ته سفرونه، د سیمی د امنیت او سلامتیا لپاره خطرناک ؤو. د ټرمپ سفر؛ په بحرین کی د خلګو د ځپنی او پسله هغه په قطر کی د لانجی سبب شو. د ټرمپ د زوم( کوشنر)، او د لبنان د لمړی وزیر سفرونه،  د سعد حریری د عجیبه استعفا سبب شول؛ پداسی حال کی چی هغه له هیواد څخه په بهر کی ؤ. محمد جواد ظریف په دوام کی لیکلی؛ د عربستان د پاچاهۍ له خوا د یمن بمبارۍ، د ښځو او ماشومانو په شمول د زرګونو بی ګناهونو انسانانو د وژل کیدو سره سره ، چی د وبا او قحطۍ سبب شوی دی؛ خو حتماً ایران ملامتیږی.

*******

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی بیا، د« مخالفینو په خلاف د بن سلمان د خطر ناکی لوبی» تر عنوان لاندی لیکلی دی: امریکایی؛ بریتانوی؛ او فرانسوی رسنیو، په ریاض کی وروستۍ قومی پاک کونی، د سیاسی حساب و کتاب د کولو، او مطلقه قدرت ته د بن سلمان د رسیدو په منظور وبللی.

یوی امریکایی ورځپاڼی د یو یاد داشت په ترځ کی په عربستان کی د وزیرانو او شاهزادګانو وروستیو نیونو ته په اشارې سره ولیکل: چی د دغه هیواد ولیعهد د ظالمو او استبدادی رژیمونو په شان کړچارکوی؛ او په واقعیت کی یی د قدرت یوه ډیره خطرناکه لوبه پیل کړې ده.

واشنګټن پست د« دیوید ایگناتیوس » په لیکنه؛ پدې هکله په یو یاد داشت کی ولیکل: د عربستان ولیعهد«محمد بن سلمان» ادعا کوی؛ چی د فساد د ختمولو په حال کی دئ، خو، د شنبی ورځی په شپه؛ په پراخه کچه د سعودی د کابینی د وزیرانو او لوړ پوړو شاهزادګانو نیول، د زیاترو عربو حیرانو څیړاندو له نظره، په بی باکۍ سره د قدرت د ټینګتیا په شان اقدام؛ خو له خطر څخه ډک ؤ+. واشنګټن پست د دغه یاد داشت په دوام کی ولیکل: ظاهراً محمد بن سلمان قصداً په عربستان کی د سلطنتی حکومت د نظام د له منځه وړلو په لټه کی دئ.

******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته یوه لنډه کتنه کوؤ:

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د ولسی جرګې د انتخاباتو او دغه‌ شان په دغه هېواد کې د واټس‌اپ او ټلېګرام د بندېدو د موضوع په تړاو یو شمېر لیکنې چاپ کړې دی.

ملی ارمان

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلی، داسې ښکاری چې د انتخاباتو جوړول په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د حکومتونو او خلکو په وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

ورځپاڼه لیکی، کوم انتخابات چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې وشول، د درغلیو او بهرنیو لاسوهنو له امله ښایی، په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو بد انتخابات وو او خلک هم له همدې امله پرې بې‌باوره شوی دی.

په سرمقاله کې راغلی، دا دی بیا څو میاشتې انتخاباتو ته پاتې دی، د ولسی جرګې او ولایتی شوراګانو انتخاباتو ته؛ خو د سرمقاله لیکونکی په باور، لازمې تیارۍ او هغه څه چې باید تر سره شوی وی، نه‌دی شوی او د کمېسیون په بې طرفۍ ‌یې هم شک څرګند کړی.

په سرمقاله کې اندېښنه ښودل شوې، که چېرې دغه انتخابات په خپل وخت ترسره نه‌شی، بې‌ثباتۍ او د خلکو ستونزې به لا پراخې شی.

هېواد

خو هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اراده په دې تړاو نه‌ماتېدونکې ده او په ټینګه وایی چې له دې لارې به د ولسواکۍ ستر ارزښتونه پر ځای کړی.

په مطلب کې د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ولس هیله او ارمان ګڼل شوی او ویل شوی چې دا هیله او ارمان پوره کېدونکی دی.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلی چې یو شمېر مغرضې کړۍ د دغو انتخاباتو د جوړولو په وړاندې خنډونه او توطئې جوړوی چې په خبره‌یې، کله به هم خپل هدف ته ونه ‌رسېږی.

هېواد په خپلې نننۍ ګڼه کې د واټس‌اپ او تلېګرام د بندېدلو په تړاو، د خپرو شویو خبرونو په اړه د افغانستان د جمهوری ریاست خبرپاڼه هم خپره کړې چې په‌کې راغلی، حکومت هېڅ ادرس او بنسټ ته د بیان د ازادۍ د وسایلو د بندولو اجازه نه‌ورکوی او وروستۍ خپره شوې موضوع به تعقیب او رسیدګی به ورته وکړی.

اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې هم د دغې خبرپاڼې په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی: دا اقدام وروسته تر هغې کېږی چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا «نی» په دې اړه اندېښنه وښوده او د افغانستان مشرانو جرګې هم پرېکړه کړې وه چې په دې اړه به د اترا ادارې مسؤلین خپلې غونډې ته ورغواړی.