له اټومی موافقې دامریکا وتل لیونتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59032-له_اټومی_موافقې_دامریکا_وتل_لیونتوب_دی
مهر خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا پخوانۍ استازی سوزان رائیس له اټومی موافقې د وتلو لپاره د ولسمشر ټرمپ د حکومت هرډول هڅه لیونتوب وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 01:41 Asia/Kabul
  • د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقداماتو په نړۍ کښې د واشنګټن مقام ته ګوزار ورکړی دی .
    د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقداماتو په نړۍ کښې د واشنګټن مقام ته ګوزار ورکړی دی .

مهر خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا پخوانۍ استازی سوزان رائیس له اټومی موافقې د وتلو لپاره د ولسمشر ټرمپ د حکومت هرډول هڅه لیونتوب وباله .

هغې پرون  ټینګار وکړ چې د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو  ترمینځ له لاسلیک  شوی اټومی موافقې دامریکا وتل به ددغه هیواد د څنګ ته کیدا سبب شی .

په ملګروملتونو کښې دامریکا پخوانۍ استازی سوزان رائیس وویل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقداماتو په نړۍ کښې د واشنګټن مقام ته ګوزار ورکړی دی .

له دې مخکې هم د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس او د دغه هیواد دبهرنیو اړیکو دشورا دمشر ریچارډ هاس په شمول د واشنګټن ډیرو چارواکو د اټومی موافقې په وړاندې د ولسمشر ټرمپ په دریځونو نیوکه کړی وه .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د اکتوبر دمیاشتې په دیارلسمه(۱۳) نیټه داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس اتو(۸) راپورونو ته له پام کولوپرته چې پکښې اټومی تړون ته د ایران په پاې بندۍ ټینګار شوی دی وویل اټومی موافقې ته دایران داسلامی جمهوریت پاې بندۍ به تائید نکړی .