عربستان په یمن کښې جنایتونو ته دوام ورکوی
-
سعودي عربستان په ټوله نړۍ کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام ټینګار وکړ سعودی عربستان د بشری حقوقو د مدعیانو او د نړیوالې ټولنې د چپتیا په سیوری کښې په یمن کښې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .
هغه ډاګینه کړه دبشری حقوقو موسسې باید په سعودی عربستان دباو راولی چې په یمن کښې خپل جنایتونه بند کړی .
دیمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دغه راز پرون په شمال کښې په حجه ولایت د سعودی عربستان دجنګی الوتکو د حملې په غندلو سره چې دڅه دپاسه پنځوسو (۵۰)کسانو د وژل کیدا سبب شوه وویل سعودی عربستان دیمن خلک په وینو کښې لیت پیت کوی .
سعودی عربستان د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ او د ملګروملتونو دچپتیا په سیوری کښې د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن دخلکو پرضد هوایی ، ځمکنیو او سمندری حملو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)بې ګناه خلک وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونو نور کسان کډوال شوی .
د سعودی عربستان حملو دیمن بیخ بنایانې تباه کړی دی او دغه هیواد یې د خواړو اودرملوله کمښت سره هم مخ کړی دی .
سعودی عربستان په ټوله نړۍ کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .