په عربستان کښې دخلکو نیول دوام لری
-
امریکا د سعودي عربستان دحکومت د اوسنیو اقداماتو دپردې شاته ولاړه ده او عربستان دامریکا ټول حکمونه اجرا کوي او هغه مخ ته بیایی .
مهر خبرې اژانس وایی دسعودی عربستان په حکومت مشهور نیوکه کونکی او د اینټرنیټ پاڼې فعال او ایشواکونکی مجتهد پرون په سعودی عربستان کښې د حکومت لخوا په پراخه سویه دخلکو دنیولو خبر ورکړ .
مجتهد وویل دمالی فساد په تور د سعودی عربستان د شاهزادګانو ، پخوانیو او اوسنیو وزیرانو ، تاجرانو او سوداګرانو نیول هغو کسانو ته چې حکومت یې نومونه اعلان کړی دی نه دی محدود شوی .
مجتهد وویل دسعودی عربستان حکومت نیول شویو کسانو ته ویلی دی که چیرې خپلې پیسې او شتمنۍ حکومت ته ورنکړی نو د دوې پرضد به دوسیې جوړې کړی .
مجتهد زیاته کړه د سعودی عربستان دعدلیې وزارت یو (۱)پروګرام لری چې پراساس به یې د ډیرو خپلواکه قاضیانو مصونیت لغوه کړی .
دسعودی عربستان حکومت په تیرې شنبې ورځ له فساد سره دتش په نامه دمبارزې لپاره د نوی کمیټۍ په جوړولو سره ددغه هیواد یولس(۱۱) شاهزادګان او دیرش(۳۰) پخوانی او اوسنی وزیران ونیول .
سیاسی شناندو ددغوکسانو نیول خپل زوی محمد بن سلمان ته د قدرت د انتقالولو لپاره د باچا سلمان د هڅې لپاره یو(۱) اقدام ګڼلی دی .
امریکا د سعودی عربستان دحکومت د اوسنیو اقداماتو دپردې شاته ولاړه ده او عربستان دامریکا ټول حکمونه اجرا کوی او هغه مخ ته بیایی .