دامریکا کانګرس د اټومی موافقې دساتلو هڅه کوی
-
ایران خپلو اټومي ژمنو ته پاې بند دی او مقابل لوري هم ژمن دي چې اټومي مسلې ته اړونده بایکاټونه ختم کړي .
فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی وویل داټومی موافقې په هکله دامریکا د ولسی جرګې کانګرس له غړیوسره د خبرو پراساس داسې ښکاری چې امریکا غواړی په اټومی موافقې کښې پاتې شی .
فیډریکا موګرینی وویل ما دهغه قانون په باره کښې چې دامریکا ولسی جرګه کانګرس یې باید د اټومی موافقې د برخلیک په اړه دفیصلې لپاره تصویب کړی دامریکا له قانون جوړونکو سره خبرې کړی دی او داسې ښکاری امریکا غواړی له اټومی موافقې ونه ځی .
داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې موګرینی چې داټومی موافقې په اړه د امریکا دولسی جرګې کانګرس له غړیو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی ده خبریالانو ته وویل دامریکا له چارواکو سره اټومی موافقې ته د پاې بند پاتې کیدا د ضرورت او ددغه اټومی تړون له مادو سره د خپلو مصوبو د محتوا دغږمله کیدا په اړه یې خبرې کړی دی او ښکاره نښې مو ترلاسه کړی دی چې هغوې غواړی امریکا په اټومی موافقې کښې پاتې وساتی .
فیډریکا موګرینی د اټومی موافقې په اړه دبیا خبرو لپاره دامریکا دولسمشر ټرمپ دهڅې په اړه وویل اروپا د امریکا له کورنۍ سیاسی رویې سره کار نلری خو ترکومه چې دغه روده له اروپا سره مربوطیږی د اټومی موافقې په اړه بیا خبرې امکان نلری .
هغې وویل که چیرې څوک وغواړی د خبرو اترو لپاره داټومی موافقې یوه(۱) ماده خلاصه کړی نو دغه ټوله موافقه له مینځه ځی .
داروپایی دبهرنی سیاست مسولې موګرینی یوځل بیا ټینګار وکړ چې ایران خپلو اټومی ژمنو ته پاې بند دی او مقابل لوری هم ژمن دی چې اټومی مسلې ته اړونده بایکاټونه ختم کړی .
د اروپایی اتحادیې دخارجی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی په شمول د اروپایی هیوادونو چارواکو داټومی موافقې پرضد دامریکا ستراتیژۍ ته سخت غبرګون ښودلی دی .