دسوریې عسکرو یوبل کلی هم ازاد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59039-دسوریې_عسکرو_یوبل_کلی_هم_ازاد_کړ
مهر خبری اژانس وایی دسورې پوځ او متحدانو په لویدیځ کښې د حماه ولایت په خوا کښې دخپلو پرمختګونوپه دوام کښې دیوه(۱) نوی کلی دازادولو په ترڅ کښې دالنصره جبهې ترهګرو ته سخت ګوزارونه ورکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 03:13 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې ترهګرو سخته ماتي خوړلي او اوس ډیرټروریسټان  وژل شوي او نور تښتیدلي دي .
    په سوریې کښې ترهګرو سخته ماتي خوړلي او اوس ډیرټروریسټان وژل شوي او نور تښتیدلي دي .

مهر خبری اژانس وایی دسورې پوځ او متحدانو په لویدیځ کښې د حماه ولایت په خوا کښې دخپلو پرمختګونوپه دوام کښې دیوه(۱) نوی کلی دازادولو په ترڅ کښې دالنصره جبهې ترهګرو ته سخت ګوزارونه ورکړل .

د سوریې دحماه دشمال ختیځ په خوا کښې دسرحای شمالی کلی ازادیدل پرون په داسې حال کښې ترسره شول چې حکومتی عسکرو دخپلو متحدانو په ملګرتیا سره په دغه سیمه کښې دالنصره ترهګرې ډلې اخری استحکامات او مرکزونه له مینځه یوړل .

د سوریې عسکرو دغه راز ددغه کلی په خوا کښې د النصره ترهګرې ډلې پاتې کسان تعقیب کړل او دپوځ انجنیری فنی ډلې دغه راز دهغو ماینونو او بمونو شنډول پیل کړل چې النصره ترهګرې ډلې په کورونو او  په لارو او سړکونو کښې ښخ کړی وو .

په سوریې کښې ترهګرو سخته ماتی خوړلی او اوس ډیرټروریسټان  وژل شوی او نور تښتیدلی دی او لږ شان پاتې دی چې انشا الله هغه به هم له مینځه ولاړ شی .