اشرف غنی متحده عربی اماراتو ته ولاړ
Nov 08, 2017 10:43 Asia/Kabul
د افغانستان ؤلسمشر اشرف غنی نن له غرمې وړاندې د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ د متحده عربی اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ولاړ.
ارګ ویلی، چې ولسمشر غنی به هلته د لوور میوزیم د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړی او تر هغې وروسته به د اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره هم د دوه اړخیزو اړیکو سربېره په امنیتی او سیاسی مسایلو خبرې اترې وکړی.
اشرف غنی سره په دې سفر کې د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر، د چارو د ادارې مشر عبدالسلام رحیمی، د سټراټیژیکو اړیکو د ادارې مرستیال هارون چخانسوری او یو شمېر نور چارواکی ملګری دی.