په افغانستان کښې حملې زیاتې شوی دی
-
امریکا اوس له سوریې او عراق څخه د داعش ډلې ډير غړي افغانستان ته انتقال کړي دي .
زمونږخبریال وایی ملګروملتونو ویلی دی چې په افغانستان کښې په تیرو دوو(۲) کلونو کښې د مذهب پربنسټ حملو کښې زیاتوالی راغلی دی او د تیر میلادی کال له پیل راهسې تر ننه پورې په څه دپاسه پنځوسو(۵۰) ترهګرو حملو او پیښو کښې په کلی توګه اته سوه پنځوس(۸۵۰) عام خلک وژل شوی دی او یوشمیر ټروریسټان هم هلاک شوی .
د ویلو ده چې په افغانستان کښې له تیرو دوو(۲) کلونو راهسې د شیعه مسلمانانو په جوماتو او عبادت ځایونو د ترهګرو ډلو په په تیره بیا دداعش وهابی تکفیری صهیونیسټی ډلې حملې زیاتې شوی او له کبله یې په سلګونو بې ګناه لمونځ ګزار وژل شوی دی .
امریکا اوس له سوریې او عراق څخه د داعش ډلې ډیر غړی افغانستان ته انتقال کړی دی او په هیلی کوپټرونو کښې یې ځاې پرځاې کوی .
امریکا دداعش ډلې غړیو ته پوځی روزنې ، وسلې او مالی مرسته هم ورکوی چې د ددغه ډلې فعالیتونه په افغانستان سربیره دمرکزی اسیا هیوادونوته هم وغزوی چې د چین او د روسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .
بل خبر داچې دافغانستان پوځ نن وویل د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کښې سړک غاړې ته په بم چاودنې کښې درې (۳)طالبان ووژل شول او اوه۷() نور ژوبل هم شول .
دافغانستان پوځ وویل طالبانو دغه بم دسړک غاړې ته کیښود خو خپله ورباندې واچاودید .