په عربستان به توغندوی حملې دوام ولری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59071-په_عربستان_به_توغندوی_حملې_دوام_ولری
زمونږخبریال وایی د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دسعودی عربستان له تیریګرو ځواکونو په ملاتړ کښې دامریکا دریځونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ په یمن د سعودی عربستان د تیریو تر دوام پورې به د یمن دعسکرو توغندوی حملې دوام ولری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2017 10:31 Asia/Kabul
  • په یمن د عربستان حملې د خوراکي شیانو او ددرملو د  کمښت سبب هم شوي دي .
    په یمن د عربستان حملې د خوراکي شیانو او ددرملو د کمښت سبب هم شوي دي .

زمونږخبریال وایی د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دسعودی عربستان له تیریګرو ځواکونو په ملاتړ کښې دامریکا دریځونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ په یمن د سعودی عربستان د تیریو تر دوام پورې به د یمن دعسکرو توغندوی حملې دوام ولری .

امریکا په یمن کښې دسعودی عربستان جنایتونو ته له پام کولو پرته په تیرې چهارشنبې ورځ د ال سعود رژیم له تیریو  څخه دخپلو ملاتړونو په دوام کښې ادعا وکړه د ریاض په هوایی ډګر د انصار الله غورځنګ توغندوی حملې دسیمې امنیت ته ګواښ کوی .

خو د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام د سعودی عربستان  د ګوډاګیانو او تیریګرو ځواکونو په مرکزونو د ولسی کمیټیو او دپوځ توغندوی حملې دیمن ددفاع لپاره وبللې او ددغوتوغندوی حملو بندول یې د عربستان لخوا دیمن د کلابندۍ او   دحملو له بندولو سره مشروط کړل .

دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویندوی له سعودی عربستان څخه د امریکا ملاتړی دریځونه د سعودی له تیریګر ائتلاف څخه د واشنګټن د پوځی او سیاسی ملاتړونو نښه وبلله او ددغو ملاتړونو دپایلو په اړه یې خبرداری ورکړ .

سعودی عربستان له تیرو دوو (۲)کلونو راهسې په یمن حملواو بمباریو سره څه دپاسه دیارلس زره(۱۳۰۰۰) بې ګناه خلک وژلی ، په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونونو خلک یې کډوال کړی هم دی .

په یمن د عربستان حملې د خوراکی شیانو او ددرملو د  کمښت سبب هم شوی دی .