چین باید دشمالی کوریا د ستونزې دحل هڅه وکړی
-
په امریکا کښې د ولسمشر ټرمپ محبوبیت بیا کم شوی دی .
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په پیکینګ کښې دچین له ولسمشر شی جین پینګ سره په خبری کانفرنس کښې له شمالی کوریا سره د چین دتجارتی اړیکو د غوڅولو غوښتنه وکړه .
ډونالډ ټرمپ له ټولوهیوادونو وغوښتل د شمالی کوریا پرضد د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه او بایکاټونه اجرایی کړی او له پیانګ یانګ سره له تجارت ډډه وکړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه راز له چین څخه وغوښتل دشمالی کوریا د اټومی وسلو د پراختیا دفعالیتونو په باب په پیانګ یانګ دباونه زیات کړی .
د چین ولسمشر شی جین پینګ هم په دغه خبری کانفرنس کښې وویل د امریکا او دچین ترمینځ تجارتی اړیکې اوس د یوه (۱)نوی تاریخی پیل په درشل کښې ورغلی دی خو د شمالی کوریا دمسلې او د تجارت په اړه د دواړو هیوادونو ژور اختلافات هماغه راز دوام لری .
چین ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ سفر په داسې شرایطو کښې شوی دی چې ددغه هیواد د کمیونیسټ ګوند په وروستۍ غونډې پسې د ولسمشر شی چین پینګ قدرت او نفوذ زیات شوی خو په امریکا کښې د ولسمشر ټرمپ محبوبیت بیا کم شوی دی .