عربستان د لبنان دالمستقبل ګوند لپاره نوی پلان لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59074-عربستان_د_لبنان_دالمستقبل_ګوند_لپاره_نوی_پلان_لری
فارس خبری اژانس د لبنان د «الاخبار »ورځپاڼې په قول ویلی دی سعودی عربستان د پخوانی لومړی وزیر سعد حریری کورنۍ ته ویلی دی چې دهغه مشر ورور باید د المستقبل ګوند مشرۍ پرغاړه واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2017 11:13 Asia/Kabul
  • سعد حریري  دعربستان د دباو د اچولو په وجه په ریاض کښې دلبنان دلومړي وزارت له څوکۍ څخه استعفا ورکړي وه .
    سعد حریري دعربستان د دباو د اچولو په وجه په ریاض کښې دلبنان دلومړي وزارت له څوکۍ څخه استعفا ورکړي وه .

فارس خبری اژانس د لبنان د «الاخبار »ورځپاڼې په قول ویلی دی سعودی عربستان د پخوانی لومړی وزیر سعد حریری کورنۍ ته ویلی دی چې دهغه مشر ورور باید د المستقبل ګوند مشرۍ پرغاړه واخلی .

سعد حریری د نوامبر دمیاشتې په څلورمه(۴) نیټه د سعودی عربستان د دباو د اچولو په وجه په ریاض کښې دلبنان دلومړی وزارت له څوکۍ څخه استعفا ورکړی وه .

خو اوس په بیروت کښې د سعودی عربستان نوی سفیر ولید الیعقوبی  دلبنان  دپخوانی ټرور شوی لومړی وزیر رفیق حریری د میرمنې نازک، د رفیق حریری  دخور بهیه او دهغه د زوی احمد په شمول د حریری  دکورنۍ له غړیو سره تماس ټینګ کړی او هغوې ته یې یو(۱) مهم  پیغام  ورکړی .

دغه راپور وایی په لبنان کښې دسعودی عربستان نوی سفیر په دغه تماس کښې حریری کورنۍ ته ویلی دی چې دسعد حریری ورور بها د المستقبل ګوند مشر کیږی او د حریری کورنۍ باید ځانونه زر ریاض ته ورسوی او له سعد حریری  سره یوځاې له ښاغلی بها سره بیعت وکړی .

په دغه راپور کښې زیاته شوی ده سعودی عربستان دلبنان پخوانی لومړی وزیر سعد حریری ته ویلی دی چې باید بیروت ته لاړ شی او په رسمی ډول خپله  استعفا ولسمشر میشل عون ته وسپاری .

ویل کیږی چې سعد حریری هم د ازادیدا، په اروپا کښې د وسیدو او له سیاسی فعالیتونو دڅنګ ته کیدا په بدل کښې له دغه موضوع سره موافقت کړی دی .