سعودی عربستان یمن ته د مرستو مخه نیسی
-
دسعودي عربستان دغه اقدام په یمن کښې د لسګونو زره خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو ژوند په خطر کښې اچولی دی
زمونږخبریال وایی د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې موسسې وویل دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافق درې(۳) ورځې کیږی چې یمن ته ددغه موسسې د الوتکو د ورتلو اجازه نه ورکوی .
د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې موسسې وویل مونږ دیمن اړمنو خلکو ته دبشر دوستانه مرستو د رسولو لپاره دغه هیواد ته د خپلو الوتکو د سمدستی ورتلو د اجازې غوښتونکی یوو .
دغه موسسې وویل دیمن دسرحدونو او لارو د تړلو لپاره دسعودی عربستان اقدام دبې پلویتوب له اصل سره چې اړمنو کسانو ته د انسان دوستانه مرستو د رسولو تضمینونکی دی تناقض لری .
د یمن سرحد ته دبې سرحده ډاکټرانو د استول شوی پلاوی مشر جاسټین ارمسټرونګ هم وویل دجیبوبی هیواد له لارې یمن ته د دغه موسسې د الوتکو د استولو لپاره له سعودی عربستان څخه داجازې د ترلاسه کولو لپاره پرله پسې هڅې تراوسه ناکامه پاتې دی .
سعودی عربستان د ریاض په خوا کښې په باچا خالد هوایی ډګر د یمن دځواکونو د تیرې دوشنبې ورځې توغندوی حملې ته په غبرګون کښې دیمن ټولې هوایی ، ځمکنۍ او سمندری لارې بندې کړی دی .
د بې سرحده ډاکټرانو د استول شوی ډلې مشر جاسټین ارمسټرونګ خبرداری ورکړ دسعودی عربستان دغه اقدام په یمن کښې د لسګونو زره خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو ژوند په خطر کښې اچولی دی .