سعودی عربستان یمن ته د مرستو مخه نیسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59077-سعودی_عربستان_یمن_ته_د_مرستو_مخه_نیسی
زمونږخبریال وایی د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې موسسې وویل دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافق درې(۳) ورځې کیږی چې یمن ته ددغه موسسې د الوتکو د ورتلو اجازه نه ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2017 12:31 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان دغه اقدام په یمن کښې د لسګونو زره خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو ژوند په خطر کښې اچولی دی
    دسعودي عربستان دغه اقدام په یمن کښې د لسګونو زره خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو ژوند په خطر کښې اچولی دی

زمونږخبریال وایی د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې موسسې وویل دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافق درې(۳) ورځې کیږی چې یمن ته ددغه موسسې د الوتکو د ورتلو اجازه نه ورکوی .

د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې موسسې وویل مونږ دیمن اړمنو خلکو ته دبشر دوستانه مرستو د رسولو لپاره دغه هیواد ته د خپلو الوتکو د سمدستی ورتلو د اجازې غوښتونکی یوو .

دغه موسسې وویل دیمن دسرحدونو او لارو د تړلو لپاره دسعودی عربستان اقدام دبې پلویتوب له اصل سره چې اړمنو کسانو ته د انسان دوستانه مرستو د رسولو تضمینونکی دی تناقض لری .

د یمن سرحد ته   دبې سرحده ډاکټرانو د استول شوی پلاوی مشر جاسټین ارمسټرونګ هم  وویل دجیبوبی هیواد له لارې یمن ته د دغه موسسې د الوتکو د استولو  لپاره  له سعودی عربستان څخه داجازې د ترلاسه کولو لپاره پرله پسې هڅې تراوسه ناکامه پاتې دی .

سعودی عربستان  د ریاض په خوا کښې په باچا خالد هوایی ډګر د یمن دځواکونو د تیرې دوشنبې ورځې توغندوی حملې ته په غبرګون کښې دیمن ټولې هوایی ، ځمکنۍ او سمندری لارې بندې کړی دی  .

د بې سرحده ډاکټرانو د استول شوی ډلې مشر جاسټین ارمسټرونګ خبرداری ورکړ دسعودی عربستان دغه اقدام په یمن کښې د لسګونو زره خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو ژوند په خطر کښې اچولی دی .