دسوریې پوځ دالبوکمال ښار ازادیدل اعلان کړل
-
د سوریې پوځ پرون بریالی شو په دیر الزور ولایت کښې په البوکمال ښار کښې دداعش ترهګرې ډلې غړي کلابند کړي .
زمونږخبریال وایی د سوریې پوځ په یوې(۱) بیانیې کښې په رسمی ډول په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې د البوکمال ښار ازادیدل اعلان کړل .
دسوریې پوځ په دغه بیانیې کښې د البوکمال ښار ازادیدل ستراتیژیکه بریا وبلله او ویې ویل ددغه ښار ازادیدل په سیمه کښې د داعش د پروژې د نسکوریدا او د ددغه ډلې د ملاتړو او دغه راز د هیواد د ویشلو د ملاتړو د توهماتو ددړې وړې کیدا اعلانیدل دی .
دسوریې پوځ دغه راز دپاتې ترهګرو د تعقیبولو دوام ته په اشارې سره دهغوې په له مینځه وړلو ټینګار کړی دی .
د سوریې پوځ پرون بریالی شو په دیر الزور ولایت کښې په البوکمال ښار کښې دداعش ترهګرې ډلې غړی کلابند کړی .
له عراق سره په سرحد کښې دسوریې البوکمال سرحدی ښار یولک شل زره (۱۲۰۰۰۰)نفوس لری او کابو درې(۳) کاله کیږی چې دداعش ترهګرې ډلې په نیواک کښې وو او دغه ښار په سوریې کښې ددغه ډلې د اخری قلعې په توګه ګڼل کیده چې اوس حکومتی عسکرو نیولی دی .