حسینی اربعین دشیعه مسلمانانو دصلحې پیغام دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59079-حسینی_اربعین_دشیعه_مسلمانانو_دصلحې_پیغام_دی
ایرنا خبری اژانس وایی داسلامی ایران دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری وویل د حسینی اربعین مراسم ددنیا خلکو ته د شیعه مسلمانانو د صلحې دغوښتنې نښه ده او دایران ملت ددغه پیغام اصلی جارچی(منادی ) دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2017 13:10 Asia/Kabul
  • اسحاق جهانګیري په پاې کښې د میلیونونو حسیني زیارتوالو د خالصانه کوربه توب په خاطر د عراق دملت او دحکومت مننه وکړه .
    اسحاق جهانګیري په پاې کښې د میلیونونو حسیني زیارتوالو د خالصانه کوربه توب په خاطر د عراق دملت او دحکومت مننه وکړه .

ایرنا خبری اژانس وایی داسلامی ایران دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری وویل د حسینی اربعین مراسم ددنیا خلکو ته د شیعه مسلمانانو د صلحې دغوښتنې نښه ده او دایران ملت ددغه پیغام اصلی جارچی(منادی ) دی .

اسحاق جهانګیری نن دعراق په نجف اشرف کښې د حسینی اربعین د مراسمو په څنګ کښې د حسینی اربعین د مراسمو ترسره کیدل د عاشورا دغورځنګ  دساتلو لپاره لرغونی دود وباله اوویې ویل دغه مراسم د اسلامی دنیا په یوې(۱)بیلګې بدل شوی دی .

دایران دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری دتیرو کلونو په نسبت په لاریونونو کښې د امنیت په ښه ډول پیاوړی کیدا ټینګار سره وویل دعراق د وسله والو ځواکونو او د حکومت په هڅې سره په دغه هیواد او دکربلا ښار په لور د تلونکو زیارتوالو په لاره کښې ښه امنیت او ثبات ټینګ شوی دی .

هغه دحسینی اربعین د زیارتوالو شمیر ته په اشارې سره وویل سږ کال دهغو ایرانیانو شمیر چې دهیوا د سرحدونو له لارې عراق ته  ورغلی دی څه دپاسه شل(۲۰) لکه دی او په دې سربیره دخارجی هیوادونو  ډیر زیارتوال هم  دایران دسرحدونو له لارې عراق ته تللی دی .

اسحاق جهانګیری په پاې کښې د میلیونونو حسینی زیارتوالو د خالصانه کوربه توب په خاطر د عراق دملت او دحکومت مننه وکړه .