امریکا د عربستان د اقداماتو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59105-امریکا_د_عربستان_د_اقداماتو_ملاتړ_وکړ
زمونږخبریال وایی دامریکا دباندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل په سعودی عربستان کښې د مالی درغلیو پرضد د ترسره شویو اقداماتو په اړه غور کوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 01:34 Asia/Kabul
  • امریکا پلان لري چې د سعودي عربستان دباچا زوی محمد بن سلمان واک ته ورسوي ځکه چې هغه په ښه ډول دامریکا حکمونه مني .
    امریکا پلان لري چې د سعودي عربستان دباچا زوی محمد بن سلمان واک ته ورسوي ځکه چې هغه په ښه ډول دامریکا حکمونه مني .

زمونږخبریال وایی دامریکا دباندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل په سعودی عربستان کښې د مالی درغلیو پرضد د ترسره شویو اقداماتو په اړه غور کوو .

هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل دسعودی عربستان دحکومت لخوا د مالی درغلیو پرضد ترسره شوی اقدامات د ښه نیت پراساس دی او زیاته یې کړه ما دوه(۲) ورځې مخکې دعربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره په تفصیل سره خبرې کړی وې .

دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن وویل په سعودی عربستان کښې د مالی درغلیو پرضد اقدامات به په سیمې څه اغیز ولری دغه چاره به په راتلونکو څو ورځو کښې معلومه شی .

د ویلو ده چې دسعودی عربستان د باچا زوی محمد بن سلمان چې یو(۱) سرزوری سړی او د ترهګرو ډلو اصلی او ستر ملاتړی دی د امریکا په حکم سره د هیواد د ډیرو شاهزادګانو پرضد دتش په نامه د مالی درغلیو دتورونو په لګولو سره اقدام کړی او ډیر کسان یې نیولی او دغه راز دیوه(۱)شاهزاده هیلی کوپټر یې په ډزو سره غورولی او هغه او ورسره څو نور کسان یې وژلی دی .

امریکا پلان لری چې د سعودی عربستان دباچا زوی محمد بن سلمان واک ته ورسوی ځکه چې هغه په ښه ډول دامریکا حکمونه منی او د اسرائیلو رژیم  لپاره خدمتونه کوی .