اسرائیل د سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59111-اسرائیل_د_سیمې_امنیت_ته_ستر_ګواښ_دی
په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم ډلوژونکی وسلې لری او دسیمې امنیت ته ګواښ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 02:44 Asia/Kabul
  • صهیونیزم په سیمه کښې د تاوتریخوالي دزیاتولو اصلي عامل دی .
    صهیونیزم په سیمه کښې د تاوتریخوالي دزیاتولو اصلي عامل دی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم ډلوژونکی وسلې لری او دسیمې امنیت ته ګواښ کوی .

هغه پرون داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس په کلنی راپور د غور کولولپاره د ملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کښې وویل داټومی انرژۍ له نړیوال اژانس سره د صهیونیسټ رژیم نه  ملګرتیا  او له ډلوژونکو وسلو د مینځنی ختیځ د پاکولو غوښتنو ته د اسرائیلو رژیم بې پامۍ دسیمې امنیت ته ګواښ کوی .

په ملګروملتونو کښې دسوریې دائمی استازی بشار جعفری وویل لویدیځ هیوادونه کوشش کوی دصهیونیسټ رژیم له اټومی وسلو د نړیوالې ټولنې پام بل خوا ته  واړوی .

صهیونیسټ رژیم په نیواکی فلسطین کښې د اټومی وسلو په تولیدولو او انبارولو او دغه راز د کیمیاوی وسلو په جوړولوسره مینځنی ختیځ د ډلوژونکو وسلو په ستر ګودام بدل کړی دی .

دبیلابیلو شمیرنو پراساس صهیونیسټ رژیم همدا اوس کابو درې سوه(۳۰۰) اټومی خولۍ لری چې نړۍ تباه کولای شی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی جعفری په سوریې کښې له ترهګرو ډلو دصهیونیسټ رژیم ملاتړونو ته په اشارې سره وویل  صهیونیزم په سیمه کښې د تاوتریخوالی دزیاتولو اصلی عامل دی .