سعودي عربستان په ایران دبندیزونو د لګولوغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59113-سعودي_عربستان_په_ایران_دبندیزونو_د_لګولوغوښتنه_وکړه
زمونږخبریال وایی دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر د امریکا له سی این بی سی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په ایران د نویو نړیوالو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه او ویې ویل ایران په نړۍ کښې ترهګرۍ ته وده ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 03:17 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان د دیکتاتور رژیم ټول اقدامات د مسلمانانو او دبشریت پرضد او داسرائیلو او د امریکا په ګټه دي
    دسعودي عربستان د دیکتاتور رژیم ټول اقدامات د مسلمانانو او دبشریت پرضد او داسرائیلو او د امریکا په ګټه دي

زمونږخبریال وایی دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر د امریکا له سی این بی سی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په ایران د نویو نړیوالو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه او ویې ویل ایران په نړۍ کښې ترهګرۍ ته وده ورکوی .

هغه وویل مونږ دایران دبلاسټیک توغندیوپروګرام او د لبنان له حزب الله غورځنګ څخه د ایران دحکومت ملاتړ غندو او ریاض غواړی چې په ایران د ترهګرۍ د زیاتولو په وجه نوی نړیوال بندیزونه ولګیږی .

سعودی عربستان په داسې حال کښې په ایران د ترهګرۍ دملاتړ تور لګوی چې دغه هیواد په سوریې ، عراق ، لیبیا ، لبنان ، پاکستان ، افغانستان  نایجریا، قفقاز او دنړۍ په نورو ډیرو سیمو کښې د ترهګرو ډلو اصلی او ستر ملاتړی دیکتاتور رژیم دی .

د نړۍ ټولوخلکو ته پته ده چې القاعده ، داعش ، النصره ، جیش الشام  او نورې په لسګونو ترهګرې ډلې سعودی عربستان دامریکا ،انګلستان او د نوروعربو هیوادونو په مرستې سره جوړې کړی دی چې دغه هیوادونه خپلو هدفونو ته ورسیږی .

سعودی عربستان په نړۍ کښې دترهګرۍ اصلی سمبول دی .

دسعودی عربستان د دیکتاتور رژیم ټول اقدامات د مسلمانانو او دبشریت پرضد او داسرائیلو او د امریکا په ګټه دی .