مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59132-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی د فارین پالیسی په حواله لیکل شوی دی: د ټرمپ زوم؛ بن سلمان او نتانیاهو د سیمی لپاره توطئه سنجولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 12:13 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته  کتنه

د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی د فارین پالیسی په حواله لیکل شوی دی: د ټرمپ زوم؛ بن سلمان او نتانیاهو د سیمی لپاره توطئه سنجولې ده.

 

د فارین پالیسی مجلې؛ د سیمی په خلاف د امریکی د ؤلس مشر د سلاکار، د سعودی د ولیعهد او صهیونیسټیس رژیم د نوې ګډې توطئې، او د ایران د نفوذ د زیاتیدو په نسبت د عربستان او د هغه د ملګرو د غوصی خبر ورکړ. فارین پالیسی پخپله مقاله کی ولیکل: د امریکی د ؤلس مشر لوړ پوړی سلا کار او زوم«جرد کوشنر»؛ د اسرائیلو لمړئ وزیر«بنیامین نتانیاهو» او د سعودی ولیعهد«محمد بن سلمان» یو څه چمتو کوی. په واشنګټن کی دا عمومی ګډ نظر شته دئ؛ چی د محمد بن سلمان د پاک کونی د عملیاتو، او د شاهزاده ولید بن طلال په شمول د یو شمیر شاهزادګانو او تجارانو د نیولو هدف، د قدرت له ډګر څخه د سعودی د پاچاه، او د هغه د پلار له وتلو وړاندی، د خپل نفوذ او قدرت  زیاتول دی. فارین پالیسی زیاته کړه: په ریاض کی د وروستیو پیښو په تائیدولو کی؛ د ټرمپ له عکس العمل څخه چی؛ له ایران سره په دښمنۍ کی  د سعودی له ولیعهد سره ګډ نظر لری، باید تعجب ونه کړو. 

په همدی حال کی؛ د سی، ان، ان شبکی په یو راپور کی ولیکل: امریکی؛عربستان او متحدینو یی هر کار وکړ؛ چی ایران محدود کړی، خو اپوټه نتیجه یی واخیستله، او په ټول منځنی ختیځ کی د ایران قدرت او نفوذ لا زیات شو.    

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی لیکلی دی: امریکی ته په سفر کی؛ آمانو یو ځلې بیا په اټمی جامع پروګرام (برجام) باندی د ایران پایبندې تائیده کړه. د دغه راپور په اساس، د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس لوی مدیر«یوکیا آمانو»؛ چی د برجام د راتلونکی په باره کی د سلا مشورې لپاره، امریکی ته تللئ ؤ، په ملګرو ملتو کی د دغه هیواد د استازې«نیکی هیلی» سره په خبرو اترو کی، یو ځل بیا په برجام باندی د ایران پایبندې تائیده کړه. هغه، نیکی هیلی ته وویل: چی ایران په بشپړه توګه، په اټمی موافقی پایبند پاتی شوئ، او د آژانس پلټونکی د نظر وړ ټولو تاسیساتو ته لاسرسی لری.

آمانو همداراز، د امریکی د کانګرس له نمایندګانو سره هم د برجام د راتلونکی په هکله خبری اترې کړی دی.

 د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»؛ د ډسمبر تر ‍۱۲ نیټی پوری کانګرس ته فرصت ورکړئ، ترڅو په برجام کی د امریکی شتون په هکله تصمیم ونیسی.

د تهران چاپ د جمهور اسلامی په ورځپاڼه کی لولو: سعودیان او امریکائیان؛ د سعد حریری د استعفا په پروژې سره، په سیمه کی د لانجې په لټه کی دی.   

د ایران د پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون د رئیسه پلاوی غړی«محمد جواد جمالی» وویل: سعودیان او امریکائیان؛ د سوریی او عراق د تجزیی په پروژه کی د ناکام پاتی کیدو؛ او همداراز په بحرین او یمن کی د ماتی خوړلو په دلیل، په لبنان کی د لانجې او کړکیچ د رامنځته کولو په لټه کی دی، چی حتماً به پدی هدف کی ناکامه پاتی شی.

د سعد حریری له استعفا کولو وړاندی، د عربستان په داخل  کی؛ له فساد سره د مبارزې په پلمه، د شاهزادګانو پراخی نیونې وشوې، د هغو کسانو نیول چی په عربستان کی یی زیات نفوذ درلود، او حتی په عربستان کی لا لوړو مناسباتو ته د رسیدو لپاره یی سلا مشورې کولې.

پداشان شرایطو کی عربستان؛ د دغو پیښو تر شعاع لاندی را وستو لپاره، د سعد حریری د استعفا پروژه رامنځته کړه، داسی یو خبر چی د صهیونیسټی خبری آژانسونو په وسیله، د دنیا د خبرونو په سر کی راغئ، ترڅو پدی توګه د عربستان داخلی پیښی تر اغیزی لاندی راشی. دغه موضوع حتماً ؛ د سعد حریری د استعفا په پروژه کی، اغیز شیندونکې وه.   

د لبنان اوسنئ ؤلش مشر«میشل عون»، د صهیونیسټانو او سعودیانو د لاس آله او ګوډاګئ نه دئ، په همدی دلیل عربستان چی خپل ملی امنیت یی په خطر کی لیده، او په لبنان کی یی هم اډه نه درلوده، د عربستانی- لبنانی دوه تابعیتی کس او بی تجربه ځوان په توګه؛ له ښاغلی حریری څخه وغوښتل، چی د خپل هیواد د لمړی وزارت له مقام څخه استعفا وکړی.

********

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د امیل لحود دا خبره نقل شوې ده؛ چی عربستان په  ایران باندی د حملی توان نه لری.  

د لبنان پخوانی لمړی وزیر«امیل لحود» اعلان وکړ: هغه څه چی په لبنان کی بڼه نیسی؛ د حریری له استعفا څخه لا ستره مسئله ده، په تیره بیا دا چی دغه استعفا؛ د سعودی د زیات شمیر شخصیتونو او شاهزادګانو له نیونو سره جوخته شوه. امین لحود وویل: اسرائیل؛ سره له دې چی د عربستان په پرتله؛ په سل هاؤو چنده پیاوړئ دئ، په حزب الله باندی د حملی توان نه لری؛ اوس عربستان څرنګه کولای شی په ایران حمله وکړی، په حقیقت کی یاد هیواد له دې څخه ډیر کمزورئ دئ، چی وکولای شی په ایران حمله وکړی. د لبنان پخوانی لمړی وزیر وویل: که حزب الله نه وای، اسرائیل کلونه وړاندی لبنان تر خپل نیواک لاندی را وسته.  

*********

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:

 کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د ناټو د نورو ځواکونو د رالېږلو په اړه د نوموړو هېوادونو د دفاع د وزیرانو د پرېکړې په اړه یو شمېر مطالب لیکلی دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلی، تازه دمی سرتېری به د جګړې اور ته نور هم پوکی ورکړی.

په سرمقاله کې راغلی، د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو پرېکړه وکړه؛ چې ناټو به افغانستان ته درې زره نور جنګیالی لېږی چې له ترهګرو جګړه وګټی.

د سرمقاله لیکونکی په باور، که څه هم دغه سرتېری د جګړې ډګر ته نه ځی او یوازې به افغان سرتېری روزی؛ خو په خبره یې، دا پر نا امنیو د پام وړ اغېز کوی او دا اندېښنه موجوده ده چې د افغانستان جګړه نور هم توده شی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ناټو د غړیو هېوادونو د دغه پرېکړې په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلی، زموږ ولس؛ ان د بن له پرېکړو د یوې بدنامې توطیې ښکار شو او په خپله افغانان چې دې توطیې ته د نیک شګون په سترګه ګوری د دوی په نیت او عقل دواړو باید وژاړو.

ورځپاڼه لیکی، افغانانو ته دا د ډېر سپکاوی او د شرم خبره ده چې په یوه پردۍ جګړه کې څڼې غورځوی او په مرګونو کې د ښه ژوند او سوکالۍ خوبونه وینې.

هېواد: هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې د موضوع په اړه لیکلی او ویلی؛ د ناټو مشران هیله من دی چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې د اضافی روزنو، مخ پروده هوایی ځواک او د زرګونو اضافی سرتېرو په مرسته د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه کې برلاسی شی.

ملی ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې افغانستان ته د ناټو ځواکونو د رالېږلو پرېکړه یو ښه ګام بللی، ځکه د سرمقاله لیکونکی په باور یو شمېر طالبانو چې اوس د داعش په نوم یوه بله ډله جوړه کړې؛ پکار ده چې د دوی په وړاندې افغان ځواکونه ښه وروزی.

خو سرمقاله لیکونکی دا هم لیکلی، چې د دې تر څنګ افغان ځواکونه باید ښه تجهیز کړی، ځکه په خبره یې دا د جګړې برخلیک ټاکی او طالبان به ژر یا په ځند ماته وخوری.

********

بهرنیو ورځپاڼو هم د دې موضوع په اړه تبصری کړی دی؛ چی ځینی یی پدی ډول دی:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلی چې ناټو په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو په خاطر د امریکا د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلې ده.

په مطلب کې راغلی چې د امریکا ملګرو د پنجشنبې په ورځ په اروپا کې ټینګار وکړ چې افغانستان ته به اضافی سرتېری واستوی څو د دغه هېواد پوځ او پولیس وروزی.

وال سټریټ ژورنال لیکلی د اعلان شویو سرتېرو شمېر د امریکا له تمې سره اړخ نه لګوی.

ورځپاڼې د ځینو ډپلوماټانو په حواله لیکلی چې امریکایی چارواکی او ناټو هیله درلوده څو د امریکا اروپایی ملګری افغانستان ته د یو نیم زر اضافی سرتېرو د لېږلو ژمنه وکړی.

ناټو د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د درې زره سرتېرو د لېږلو پرېکړه وکړه چې ویل کېږی اکثر یې امریکایی سرتېری دی.

له امریکا پرته د ناټو د ټولو غړیو استول کېدونکو عسکرو شمېر اوه سوه تنه ښودل شوی دی.

د وال سټریټ ژورنال په مطلب کې راغلی چې امریکایی چارواکی او ناټو د سرتېرو د دقیق شمېر له روښانولو ډډه کړې ده.

د ورځپاڼې په مقاله کې راغلی؛ چې د امریکا له شااوخوا څوارلس زره عسکرو یو شمېر د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې موظف دی او پاتې نورو ته یې له تروریزم سره جګړه او نور ماموریتونه ور په غاړه دی.

د امریکا ټول شریک او ملګری هېوادونه په افغانستان کې شپږ زره او شپږ سوه سرتېری لری او د تازه دمه سرتېرو په رسېدلو سره به د هغوی شمېر اووه زره او درې سوه تنو ته ورسېږی.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې هم د "دایمی جګړې" په عنوان یو مطلب خپور کړی او ویلی یې دی اوس چې امریکا په افغانستان کې پنځلس زره سرتېری لری ژره به دا شمېر نور هم لوړ شی.

نیوزویک ویلی ایا د افغانستان جګړه کله هم ختمېدونکې ده؟ داسې ښکاری چې [دا جګړه] یوازې ورځ تر بلې پراخېږی.

مجلې د اسوشېټېډ پرېس د یوه راپور په حواله لیکلی لکه څنګه چې تمه ده د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې سلګونه امریکایی سرتېری افغانستان ته واستول شی امریکا به په دغه هېواد کې شپاړس زره پوځیان په واک کې ولری.