بنګله دیش روهنګیا کډوالو ته واکسین ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59149-بنګله_دیش_روهنګیا_کډوالو_ته_واکسین_ورکوي
بنګله دیش د ملګرو ملتو په مرستې سره د زرګونو روهنګیا کډوالو د ویکسنیټ کولو لپاره یو پراخ پروګرام پیل کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 17:16 Asia/Kabul
  • بنګله دیش روهنګیا کډوالو ته واکسین ورکوي

بنګله دیش د ملګرو ملتو په مرستې سره د زرګونو روهنګیا کډوالو د ویکسنیټ کولو لپاره یو پراخ پروګرام پیل کړی دی.

ایرنا لیکلي چې ملګرو ملتو وویل: له میانماره بنګله دیش ته په کډه شویو روهنګیا مسلمانانو کښې په پراخه پيمانه د شري ناروغۍ په رامینځته کیدو سره دې سازمان هغوي ته ویکسین ورکولو لپاره د بنګله دیش له حکومت سره خپله ملګرتیا زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د دفتر ویاند په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ: د شري ناروغي په موجوده وخت کښې هغه ترټولو ستر خطر دی چې د کډوالو په کیمپونو کښې د روهنګیا قوم له خوارځواکۍ سره د مخامخو ماشومانو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتو د بشردوستانه چارو د غږملونکي دفتر په وینا د روانې نومبر میاشتې تر اتمې نیټې له میانمار څخه ۶ لکه او ۱۳ زره روهنګیايي مسلمانان چې زیاتره پکښې بې سرپرسته ماشومان دي، بنګله دیش ته تښتیدلي دي.