ډونالډ ټرمپ د سړی او دښځې د جلا کیدا سبب شو
-
دامریکا په فیلاډلفیا ښار کښې په یوه رستوران کښې د کتنې په وخت یوه میرمنه ډونالډ ټرمپ ته د رایې د ورکولو په خاطر له خپل ملګري څخه لاړه .
زمونږ خبریال وایی هسې خو په عادی ډول دسیاسی مشرانو کار دخلکو سره متحد کول دی خو دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دیوه سړی او دیوې ښځې له یوه(۱) بل څخه دلیرې کیدا سبب شوی.
دامریکا په فیلاډلفیا ښار کښې په یوه رستوران کښې د کتنې په وخت یوه میرمنه ډونالډ ټرمپ ته د رایې د ورکولو په خاطر له خپل ملګری څخه لاړه او هغه یې یوازې پریښود .
دویلو ده چې دامریکا په دغه رستوران کښې دسړی او دښځې ترمینځ دوه(۲) ساعته روانه کتنه ډیره خوشګواره وه خو کله چې د ښځې دوست وویل چې هغه د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کښې ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکړی وه نو ښځه خپه شوه او له خپل دوست څخه لاړه .
په یوې نظر سنجې کښې معلومه شوی ده له لسو لکو خلکو څخه پوښتنې شوی دی چې ایا دوې به ډونالډ ټرمپ ته له رایو ورکونکو کسانو سره کتنه خوښه کړی نو پینځه شپیته(۶۵) فیصده خلکو نه ویلی دی .