په امریکا کې په ډزو کې نور څوارلس کسان ووژل شول
ډونالډټرمپ څه موده مخکې په امریکا کې وسلو لرونکو ته ډ اډ ورکړی چې دوی په سپینې ماڼۍ کې یو حقیقی ملاتړی لری او هیڅ ډول اندیښنه دې نه کوی .
زمونږخبریال راپور راکړ په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو ثبتونکی مرکز دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې د ډزو په راپور شویو ۴۹موردونو کې لږترلږه څوارلس کسان وژل شوی او ۴۲نور ټپیان شوی دی .
د دغه راپور په اساس ، دغه ډزې زیاتره په لوئیزیانا،نیویارک ،میسوری اوکارولینا ایالتونو کې شوی دی .
په امریکا کې دښاریزو دحقوقو د ډلو له غوښتنو سره سره ، د وسلو د لابیو دقدرت په علت ، تر دې دمه په امریکا کې د وسلو دپیر پلور دمحدودیت په باب د دغه هیواد یوه حکومت هم هیڅ ډول قانون نه د ی وضع کړی .
دامریکا اوسنی جنجالی ولسمشر ډونالډ ترمپ دامریکا د وسلو لرونکی اصلی ملاتړی دی .
ټرمپ څه موده مخکې په امریکا کې وسلو لرونکو ته ډ اډ ورکړی چې دوی په سپینې ماڼۍ کې یو حقیقی ملاتړی لری او هیڅ ډول اندیښنه دې نه کوی .