په امریکا کې په ډزو کې نور څوارلس کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59187-په_امریکا_کې_په_ډزو_کې_نور_څوارلس_کسان_ووژل_شول
ډونالډټرمپ څه موده مخکې په امریکا کې وسلو لرونکو ته ډ اډ ورکړی چې دوی په سپینې ماڼۍ کې یو حقیقی ملاتړی لری او هیڅ ډول اندیښنه دې نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2017 16:42 Asia/Kabul
  • په امریکا کې په ډزو کې نور څوارلس کسان ووژل شول

ډونالډټرمپ څه موده مخکې په امریکا کې وسلو لرونکو ته ډ اډ ورکړی چې دوی په سپینې ماڼۍ کې یو حقیقی ملاتړی لری او هیڅ ډول اندیښنه دې نه کوی .

زمونږخبریال راپور راکړ  په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو ثبتونکی مرکز  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،    دامریکا په بیلابیلو  ایالتونو کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې  د ډزو په راپور شویو ۴۹موردونو کې  لږترلږه  څوارلس کسان وژل شوی او ۴۲نور ټپیان شوی دی .

 د دغه راپور په اساس ،  دغه ډزې زیاتره  په لوئیزیانا،نیویارک ،میسوری  اوکارولینا ایالتونو کې شوی دی .

  په امریکا کې  دښاریزو دحقوقو  د ډلو له غوښتنو سره سره ،  د وسلو د لابیو  دقدرت په علت ،  تر دې  دمه   په امریکا کې د وسلو دپیر پلور  دمحدودیت په باب د دغه هیواد  یوه حکومت هم   هیڅ ډول  قانون نه د ی وضع کړی .

  دامریکا  اوسنی جنجالی ولسمشر ډونالډ ترمپ   دامریکا  د وسلو لرونکی اصلی ملاتړی دی . 

 ټرمپ  څه موده مخکې  په امریکا کې وسلو لرونکو ته ډ اډ ورکړی  چې  دوی  په سپینې ماڼۍ کې  یو حقیقی ملاتړی لری او هیڅ ډول اندیښنه دې نه کوی .