دفیلپین خلکو د ډونالډ ټرمپ پرضد مظاهرې وکړې
Nov 13, 2017 00:59 Asia/Kabul
-
دفیلپین مظاهره چیانو دغه راز په سیمه کښې دامریکا لاسوهونکي سیاستونه وغندل .
زمونږخبریال وایی په سلګونو مظاهره چیانو په فیلپین کښې د امریکا د ولسمشر په شتون اعتراض وکړ .
دفیلپین مظاهره چیانو دغه هیواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ له ورتلو سره په یووخت په لاسونو کښې دپلې کارډونو په لیږدولو سره چې ورباندې ټرمپ نیواکګر دی او مړه دې امپریالیسټه امریکا شعارونه لیکل شوی وو د پلازمینې مانیلا په سړکونو کښې مظاهرې وکړې .
د فیلپین د بلوا ضد پولیسو هم د مظاهره چیانو دتیت پرک کولو لپاره اوبه وشیندلې .
په تیرې جمعې ورځ هم د فیلپین په سلګونوخلکو په پلازمینې مانیلا کښې دامریکا ضد شعارونو سره دغه هیواد ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر دلغوه کیدا غوښتنه کړی وه .
دفیلپین مظاهره چیانو دغه راز په سیمه کښې دامریکا لاسوهونکی سیاستونه وغندل .
ټیګونه