ایران د فرانسې د ولسمشر غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59191-ایران_د_فرانسې_د_ولسمشر_غوښتنه_رد_کړه
رویټرز خبری اژانس راپور ورکړی ایران د توغندوی دفاعی پروګرام په اړه دخبرو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون غوښتنه رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2017 01:16 Asia/Kabul
  • امریکا او دهغې ملاتړي هیوادونه کوشش کوي دایران دفاعي توان او  دتوغندوي پروګرام موضوع په اټومي تړون کښې ورزیاته کړي .
    امریکا او دهغې ملاتړي هیوادونه کوشش کوي دایران دفاعي توان او دتوغندوي پروګرام موضوع په اټومي تړون کښې ورزیاته کړي .

رویټرز خبری اژانس راپور ورکړی ایران د توغندوی دفاعی پروګرام په اړه دخبرو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون غوښتنه رد کړه .

ایران پرون دتهران د توغندوی پروګرام په اړه د خبرو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون ټیلی فونی تماس په دغه استدلال سره چې دغه توغندی یوازې دفاعی اړخ لری او د ایران او د پینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ له لاسلیک شوی اټومی موافقې سره هیڅ ارتباط نلری رد کړی دی .

دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په تیرې پنجشنبې ورځ په متحده عربی اماراتو  کښې دایران په توغندوی پروګرام اندیښنې سره په دې اړه له تهران سره دخبرو غوښتنه کړی وه .

ایران تراوسه دتوغندوی پروګرام په اړه دخبرو لپاره د فرانسې د ولسمشر ټیلی فونی تماس تائید کړی نه دی خو دایران دبهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمی وړمه ورځ ویلی وو فرانسه له دې خبرې چې دایران داسلامی جمهوریت د دفاعی چارو په باره کښې خبرې نشی کیدلای دتهران له پریکنده دریځ څخه  په کامل ډول خبره ده .

قاسمی وویل ایران په ځلونو د فرانسې چارواکو ته ویلی دی چې داټومی موافقې په اړه خبرې نشی کیدلای او په دغه اټومی تړون کښې دنورو مسایلو د ورزیاتولو هیڅ امکان نشته .

امریکا او دهغې ملاتړی هیوادونه کوشش کوی دایران دفاعی توان او  دتوغندوی پروګرام موضوع په اټومی تړون کښې ورزیاته کړی خو ایران تل له دغه موضوع سره کلک مخالفت کړی دی او کوی یې .