دیمن انصار الله غورځنګ د عربستان ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59193-دیمن_انصار_الله_غورځنګ_د_عربستان_ادعا_رد_کړه
زمونږخبریال وایی د یمن انصار الله ولسی غورځنګ دامریکا او دسعودی عربستان دغه ادعا چې ویلی وو د ریاض په هوایی ډګر ویشتل شوی توغندی دایران جوړ وو رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2017 01:47 Asia/Kabul
  • په یمن دسعودي عربستان په حملو کښې څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)بې ګناه خلک وژل شوي په لسګونو زره نور ژوبل شوي .
    په یمن دسعودي عربستان په حملو کښې څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)بې ګناه خلک وژل شوي په لسګونو زره نور ژوبل شوي .

زمونږخبریال وایی د یمن انصار الله ولسی غورځنګ دامریکا او دسعودی عربستان دغه ادعا چې ویلی وو د ریاض په هوایی ډګر ویشتل شوی توغندی دایران جوړ وو رد کړه .

دیمن د پوځ او د انصار الله ولسی غورځنګ دمتحدو ځواکونو ویندوی عزیزراشد پرون وویل هغه توغندی چې د سعودی عربستان عسکرو د نوامبر په څلورمه (۴)نیټه د ریاض هوایی ډګر ته نږدې نسکور کړ دیمن جوړ وو .

هغه وویل امریکا او سعودی عربستان په یمن کښې له خپلو جنایتونو د خلکو د پام د اړولو او په ایران د دباو د زیاتولو لپاره په دغه خبرې ټینګار کوی چې د ریاض په هوایی ډګر ویشتل شوی بلاسټیک توغندی د ایران جوړ وو .

دیمن د پوځ او د انصار الله  دولسی غورځنګ دمتحدو ځواکونو ویندوی عزیز راشد جوته کړه که چیرې انصار الله غورځنګ وتوانیږی  چې  دهیواد د دفاع لپاره له هر هیواد څخه ستراتیژیکې وسلې ترلاسه کړی نو یوه (۱)شیبه به هم ځنډ ونکړی .

په یمن دسعودی  عربستان او دڅو نورو عربو او اروپایی هیوادونو د تیریو د دوه نیمو کلونو په تیریدا او له دغو تیریوڅخه دامریکا له ملاتړ سره سره د یمن پوځ او ولسی غورځنګ انصار الله د پلازمینې صنعا په شمول د هیواد ډیرې سیمې په لاس کښې لری .

په یمن دسعودی عربستان په حملو کښې څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)بې ګناه خلک وژل شوی په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .