سعد حریری د ګواښ په وجه استعفا ورکړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59195-سعد_حریری_د_ګواښ_په_وجه_استعفا_ورکړی_ده
زمونږ خبریال وایی د لبنان لومړی وزیر سعد حریری بیګا له المستقبل ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د استعفا د خبر له اعلانولو وروسته دهستوګنې لپاره دسعودی عربستان د انتخابولو دلیل او د یوې اونۍ چپتیا ته له اشارې پرته وویل دځان او دلبنان لپاره دامنیتی ګواښونو له زیاتیدا وروسته مو د استعفا فیصله کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2017 02:14 Asia/Kabul
  • دلبنان لومړي وزیر سعد حریري د سعودي عربستان په دباو او په لبنان او خارج کښې حزب الله غورځنګ ته د ګوزار د ورکولو لپاره استعفا ورکړي ده .
    دلبنان لومړي وزیر سعد حریري د سعودي عربستان په دباو او په لبنان او خارج کښې حزب الله غورځنګ ته د ګوزار د ورکولو لپاره استعفا ورکړي ده .

زمونږ خبریال وایی د لبنان لومړی وزیر سعد حریری بیګا له المستقبل ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د استعفا د خبر له اعلانولو وروسته دهستوګنې لپاره دسعودی عربستان د انتخابولو دلیل او د یوې اونۍ چپتیا ته له اشارې پرته وویل دځان او دلبنان لپاره دامنیتی ګواښونو له زیاتیدا وروسته مو د استعفا فیصله کړی ده .

دلبنان لومړی وزیر سعد حریری په دې خبرې سره چې له استعفا وروسته په سعودی عربستان کښې په خپل شخصی کور کښې وسیږم وویل ما داسې اطلاعاتو اوړ خبرونو ته لاسرسی ترلاسه کړ چې سبب شو فیصله وکړم استعفا ورکړم او لبنان وژغورم .

حریری د ځان او دلبنان پرضد دامنیتی ګواښونو د څرنګوالی په اړه له توضیح پرته یوځل بیا په سیمه کښې د لبنان دحزب الله  دمنفی رول په اړه خپلې ادعاګانې مطرح کړې .

دلبنان دلومړی وزیر سعد حریری دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوی دی چې د ملی ټیلی ویژن په شمول دهیواد ډیرو ټیلی ویژن چینلونو پرون وویل له المستقبل ټیلی ویژن سره د سعد حریری مرکه  نه خپروی .

دلبنان المنار ، الجدید، این بی این  او   او ټی وی  ټیلی ویژن چینلونو ویلی دی د ولسمشر میشل عون د وینا په لړ کښې چې د لومړی وزیر سعد حریری اوسنی دریځونه په سعودی عربستان کښې دهغه د شکمنو شرایطو په وجه   بې اعتبار ګڼی له المستقبل ټیلی ویژن سره د حریری د مرکې له خپرولو ډډه کوی .

دلبنان ولسمشر میشل عون پرون د لومړی وزیر سعد حریری د مرکې د خپریدا په درشل کښې ټینګار وکړ دهغو پیچلیو شرایطو په خاطر چې عربستان یې لری د سعد حریری وینا او دریځونه دهغه په ارادې سره نه بیانیږی او دهغه دریځونه شکونه رامینځته کونکی دی .

سیاسی شناندی وایی چې دلبنان لومړی وزیر سعد حریری د سعودی عربستان په دباو او په لبنان او خارج کښې حزب الله غورځنګ ته د ګوزار د ورکولو لپاره استعفا ورکړی ده .