مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59215-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د روسیی د جمهور رئیس له قوله لولو: د امریکی له انتخاباتو سره مو هیڅ اړیکی نه درلودلی. د روسیی ؤلس مشر د اپک په کنفرانس کی پخپله وینا کی، د سوریی په هکله د هغه او د امریکی د ؤلس مشر ترمنځ د شوې موافقې په اهمیت ټینګار وکړ:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2017 14:13 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته  کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د روسیی د جمهور رئیس له قوله لولو: د امریکی له انتخاباتو سره مو هیڅ اړیکی نه درلودلی. د روسیی ؤلس مشر د اپک په کنفرانس کی پخپله وینا کی، د سوریی په هکله د هغه او د امریکی د ؤلس مشر ترمنځ د شوې موافقې په اهمیت ټینګار وکړ:

 ولادیمیر پوتین پخپلو خبرو کی وویل: د سوریی په باره کی له ټرمپ سره موافقه ډیر اهمیت لری. نوموړی؛ د امریکی په ؤلس مشریزو اننتخاباتو کی د روسیی د دخالت په هکله د مطرح شویو آوازو په اړه هم وویل: د ټرمپ ټیم له روسیې سره هیڅ ډول اړیکی ندی لرلی. پوتین همداراز، د روسیی د رسنیو په خلاف د امریکی په اقداماتو نیوکه وکړه، او دغه اقدامات یی د بیان په آزادۍ حمله وبلله، او ویی ویل: چی روسیه به د دغو اقداماتو ځواب ورکړی.

پوتین د خبریالانو سره په مرکه کی هم، د دی پوښتنی په ځواب کی چی، ولی یی د امریکی له ؤلس مشر سره جلا کتنه نده لرلې وویل: له ټرمپ سره د بیلی کتنی نه کول، د مسکو- واشنګټن د اړیکو د کړکیچن والی نښه ده. د روسیی ؤلس مشر، د شمالی کوریا په وړاندی د روسیې دریځونه، د چین له دریځونه سره ورته وبلل، او تاکید یی وکړ: موږ شمالی کوریا؛ له اټمی وسلو څخه د یو برخمن هیواد په توګه په رسمیت نه پیژنو.

*********

 

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی، د ټرمپ او پوتین له موافقې څخه د تل آبیب د اندیښنی تر سر ټکی لاندی لیکلی دی: د سوریی د راتلونکی په هکله، د روسیی او امریکی د ګډې بیانیې د خبر له خپریدو څخه یوه ورځ وروسته، د هغو موافقو په هکله ګمانونه او تحلیلونه؛ چی د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» او د روسیی د ؤلس مشر «ولادیمیرپوتین» ترمنځ شوی دی، زیات شوی دی.

پداسی شرایطو کی؛ چی د«جی؛ان؛آی» خبری ویب سایټ، تر دی عنوان لاندی چی«ټرمپ له پوتین سره په کتنه کی، د سوریی په هکله شا تک وکړ؛ او د ایران او حزب الله پاتی کیدل یی ومنل» د دغه خبر په مطرح کولو لاس پوری کړئ،  یوې بلی ډلې اسرائیلی رسنیو، د یو امریکایی با خبره مقام له قوله نقل کړئ، چی په دغه موافقه کی د فلسطین د نیواکی سیموله پولو څخه، ایران ته د نږدیو ځواکونو د لیری پاتی کیدو مسئله مطرح شوې ده. د اسرائیل د ټایمز ورځپاڼی، د اسرائیلو د ټلویزون د لسم کانال او راډیو په حواله لیکلی  دی: چی د امریکی او روسیی د ؤلس مشرانو د موافقی په اساس؛ ټاکله شوې ده د ایران تر ملاتړ لاندی قواؤو په شمول؛ ټول غیر سوریه ای ځواکونه، د سوریی پولو ته له نږدی سیمو، او باالآخره د سوریی له خاورې څخه ووځی.

پدی حال کی د جی؛ان؛آی( JNI) د اطلاع رسونی ویب سایټ ادعا کړې ده؛ چی پوتین او ټرمپ د سوریی په خاوره کی د ایران د پاتی کیدو په هکله موافقه کړې ده.

********

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د ایندیپنډنټ د راپور په اساس، دا مطلب را اخیستی دئ؛ چی «حسینی اربعین، د شیعیانو د قدرت او یو موټی توب ننداره ده». د بریتانیی د ایندیپنډیټ نشریی؛ په کربلا کی د حسینی اربعین له پرتمینو دستورو څخه په یو راپور کی ولیکل: دغه پیښه؛ د شیعیانو د عقیدې او یو موټی توب یوه قدرتمنه ننداره ده.

پدی راپور کی؛ تر دی سرټکی لاندی چی«د داعش له ماتې سره په یو وخت؛ په میلیونونو شیعیانو د نړۍ په ډیرو سترو عبادی مراسمو کی ګډون وکړ» راغلی دی: په میلیونونه زیارت کونکی چی توری جامی یی اغوستی وې، د کربلا په ښار کی سره را غونډ شول، تر څو د نړۍ ډیره ستره ؤلسی غونډه(د اربعین مراسم) ونمانځی. د ۵۰ ؤ مایلو په اوږد والی، په ډیرو سترو لیکوکی لاریون کولو، او په هغو خیمو کی ویدیدلو؛ چی د لارو په غاړو درولی شوی وې، دغه پیښه د شیعیانو د عقایدو په یوه قدرتمنه ننداره بدله کړې ده.

*******

اوس هم د کابل چاپ د ورځپاڼو ځینی مطالب را اخلو چی څه پکی لیکل شوی دی:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د فساد، بې‌عدالتۍ، د قانون د نه‌حاکمیت او په وړاندې یې د حکومت او اروپایی ټولنې د غبرګونونو په اړه یو شمېر مطالب لیکلی دی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د څارنوالانو د پنځم سراسری کنفرانس د پای په مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غنی د څرګندونو په اړه لیکلی، ولسمشر څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، فساد اسانه او عدالت سخت دی، خو هیله‌مند یم چې ستاسې په هڅه عدالت اسانه او فساد سخت شی.

په مطلب کې راغلی ولسمشر غنی وویل، د غیر مسؤله وسله‌والو فعالیتونه، د منلو نه ‌دی او ګواښ ته به په ګواښ سره ځواب وایو.

سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه لیکلی او پوښتنه‌یې مطرح کړې چې ایا د ارګ اسمان به دا ځل  واووری؟

د سرخط په سرمقاله کې راغلی، ولسمشر په ننګرهار کې اعلان وکړ چې د ځمکو غاصبان په ټوپک ولی، ډزې ورباندې کوی، خو د سرمقاله لیکونکی په خبره تر اوسه په دې اړه څه نه‌دی شوی او په خبره ‌یې د ټوپک ګوزار، خو پرېږده په دې کسانو څوک د ګل ګزار هم نه‌شی کولای.

په سرمقاله کې راغلی، بیا یې اعلان وکړ چې غله او غاصبان په قفسونو کې اچوم، خلکو چکې چکیی ورته وکړې، خو لیکی چې تر اوسه یوه مرغۍ هم نه‌ده په قفس شوې.

ورځپاڼه لیکی:

اندېښنه دا نه‌ده چې د ارګ اسمان نه اوری ، یوازې غورېږی، اندېښنه دا ده چې غله، فاسدان، داړه ماران، قاچقبران او نا مسؤله وسله‌ وال د ولسمشر له دا شان خبرو سره معافیت پیدا کوی.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د فساد په غبرګون د اروپایی ټولنې د سفیر څرګندونې راخیستې دی.

په مطلب کې راغلی، په کابل کې د اروپایی ټولنې سفیر ویلی، که د فساد په وړاندې جدی مبارزه ونه‌شی دغه ټولنه به پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړی.

په مطلب کې دا هم راغلی چې نوموړی له «یک» خصوصی ټلوېزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې ده.

د مطلب لیکوال لیکی، په کابل کې د اروپایی ټولنې سفیر ویلی، که د اروپا مالیه ورکوونکی مرسته کوی، قربانی ورکوی او د دوی دا کار د بشر دوستۍ له امله دی، خو دا چې دغه پیسې خوشې اخوا، دېخوا شی دا موږ نه‌شو زغملی.

په مطلب کې د نوموړی په حواله دا هم راغلی، که موږ د فساد موارد ومومو په عاجل ډول به ‌یې مطرح کړو او اړوند پروګرامونه به وتړو.

دا زموږ مسؤلیت دی او موږ یې جدی نیسو.  

********

اوس د افغانستان د چارو هکله د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ: 

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان هوایی ځواک د رغونې د هڅو په اړه په یو مطلب کې لیکی چې متحده ایالات غواړی په افغانستان کې د هوایی قوت یوه سونامی "سمندری توفان" جوړ کړی، خو د ورځپاڼې په وینا د دې قوت اغېزمنې نتیجې ته کلونه په کار دی.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن څو اوونۍ مخکې ویلی و، افغان هوایی ځواک به د ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټرو په لرلو سره د هوایی قوت داسې یوه سونامی جوړه کړی چې د وسله‌ والو طالبانو پر ضد په جګړه کې روان ولاړ حالت به مات کړی.

خو واشنګټن پوسټ لیکی:

دا هلیکوپټرې چې د هغو پر چمتو کولو او افغانستان ته د هرې یوې پر لېږلو څه باندې اووه میلیونه ډالر لګښت راځی، لږ تر لږه تر راتلونکو څو کلونو د جګړې پر بهیر د پام وړ اغېز نه‌شی کولای ځکه د ورځپاڼې په وینا ټاکل شوې چې دا هلیکوپټرې به د لوژیستیکی اکمالاتو، روغتیایی خدماتو او پوځی پرسونل د رسولو په عملیاتو کې په تدریجی ډول د پخوانی شوروی اتحاد د وخت د «مې ۱۷» هلیکوپټرو ځای ونیسی.

واشنګټن پوسټ زیاتوی، دا هلیکوپټرې هسې هم د افغانستان د جګړې ډګر ته ناوخته رارسېدلی ځکه د ورځپاڼې په وینا افغان پوځ ته د دې هلیکوپټرو د تسلیمولو بهیر پڅ او د هغو د پیلوټانو د روزنې بهیر اوږد دی، یعنې په هرو درېیو میاشتو کې شپږ پیلوټان د ټرینېنګ له کورسونو فارغېږی او همداراز له «مې ۱۷» روسی هلیکوپټرو څخه کار اخیستل دوام کوی.

واشنګټن پوسټ د متحده ایالاتو د پوځی هوایی روزنې د پروګرام د مرستیال مشر ډګروال داریل اینسلی «Darryl Insley» له قوله لیکی چې نوموړی وایی:

افغان پوځ ته د دې هلیکوپټرو تسلیمول د مار د سر د نیولو په څېر اسانه کار دی، خو د پیلوټانو او عملې روزنه، د هلیکوپټرو ساتنه او مراقبت او هغو ته د پرزو برابرول د مار د لکۍ د نیولو په څېر ګران کار دی.