دایران او دسوریې هڅو نتیجه ورکړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59295-دایران_او_دسوریې_هڅو_نتیجه_ورکړی_ده
زمونږخبریال وایی د ایران دباندنیو چارو دوزیر د عربو او د افریقا دچارو مرستیال حسین جابری انصاری ټینګار وکړ په تیرو میاشتو کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ایران داسلامی جمهوریت ، سوریې او دنورو متحدانو هڅې نتیجې ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 01:27 Asia/Kabul
  • ایران ، سوریه او نور متحدان دغه خبره نشي منلی  هغه څه چې نورو په میدان کښې له لاسه ورکړي دي له سیاسي لارې لاس ته راوړي .
    ایران ، سوریه او نور متحدان دغه خبره نشي منلی هغه څه چې نورو په میدان کښې له لاسه ورکړي دي له سیاسي لارې لاس ته راوړي .

زمونږخبریال وایی د ایران دباندنیو چارو دوزیر د عربو او د افریقا دچارو مرستیال حسین جابری انصاری ټینګار وکړ په تیرو میاشتو کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ایران داسلامی جمهوریت ، سوریې او دنورو متحدانو هڅې نتیجې ته رسیدلی دی .

هغه پرون په دمشق کښې دسوریې دبهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره  له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل دایران اسلامی جمهوریت ، سوریې او نورو متحدانو  د سیاسی عمل د نوښتونو او په  سیاسی سویه هم پرمختګونه او بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی او ددغو مثبتو پرمختیاو ټولګه باید بشپړه او تثبیت شی .

دایران دبهرنیو چارو د وزارت د عربو او د افریقا دچارو مرستیال حسین جابری انصاری وویل ایران ، سوریه او نور متحدان دغه خبره نشی منلی  هغه څه چې نورو په میدان کښې له لاسه ورکړی دی له سیاسی لارې لاس ته راوړی .