عربستان باید له ایران او حزب الله سره ستونزه هواره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59297-عربستان_باید_له_ایران_او_حزب_الله_سره_ستونزه_هواره_کړی
زمونږخبریال وایی د لبنان دبهرنیو چارو وزیر جبران باسیل وویل که چیرې سعودی عربستان له حزب الله غورځنګ او ایران سره مشکل لری نو بایدپه خپله یې ورسره حل کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 01:57 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د لبنان لومړی وزیر سعد حریري په زوره استعفا ته مجبوره کړی دی او دغه چاره اوس ټولو ته ښکاره شوي ده .
    سعودي عربستان د لبنان لومړی وزیر سعد حریري په زوره استعفا ته مجبوره کړی دی او دغه چاره اوس ټولو ته ښکاره شوي ده .

زمونږخبریال وایی د لبنان دبهرنیو چارو وزیر جبران باسیل وویل که چیرې سعودی عربستان له حزب الله غورځنګ او ایران سره مشکل لری نو بایدپه خپله یې ورسره حل کړی .

هغه پرون په روم کښې د ایټالیا له خارجه وزیر انجلینو الفانو سره له کتنې وروسته په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل دا طبیعی خبره نه ده چې د لبنان لومړی وزیر سعد حریری په یوه مبهم حالت کښې وی او لبنان ته د ستنیدا لپاره دهغه د ارادې له اعلانیدا سره سره تراوسه هغه بیروت ته نه دی ستون شوی .

دلبنان خارجه وزیر وویل نړیوال تړونونه د تګ راتګ ازادۍ تضمینوی او دغه مسله د هیوادونو له سیاست سره اړه لری او باید په ازادۍ سره له سعد حریری سره خبرې وکړو او دهغه دغوښتنو په اړه بحث وکړو چې دیوبل په مرستې سره دمشکلاتو لپاره حل لاره پیدا کړو .

دلبنان لومړی وزیر سعد حریری د نوامبر دمیاشتې په څلورمه(۴) نیټه په یوه (۱)ویډیو پیغام کښې چې په عربستان کښې خپور شوی له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه خو تراوسه خپل هیواد ته نه دی ستون شوی .

دلبنان ولسمشر میشل عون پرون وویل سعد حریری له استعفا دولس(۱۲) ورځې وروسته تراوسه هیواد ته نه دی راستون شوی او لبنان  هغه نیول شوی ګڼی او دغه چاره د ویانا دموافقې خلاف ورزۍ ده .

میشل عون وویل چې دلبنان د لومړی وزیر سعد حریری کورنۍ په عربستان کښې  بندی ده او له کور ته د ننوتلو او وتلو په وخت  تلاشی کیږی .

سعودی عربستان د لبنان لومړی وزیر سعد حریری په زوره استعفا ته مجبوره کړی دی او دغه چاره اوس ټولو ته ښکاره شوی ده .