د سوریې دسیاستونو سموالی ثابت شوی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59299-د_سوریې_دسیاستونو_سموالی_ثابت_شوی_دی_.
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد دایران دبهرنیو چارو دوزیر له مرستیال حسین جابری انصاری سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د سیمې او دنړۍ بدلونونه د دمشق پرضد د جنګ له لومړیو څخه دسوریې د سیاستونو سموالی ثابتوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 02:28 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان په مشرۍ دعربو هیوادونو دائتلاف جنګي الوتکو هم په تیرو څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې یویشت ۲۱)ځله په حجه ولایت کښې په میدي او حرض سیمو بمبارې وکړې .
    د سعودي عربستان په مشرۍ دعربو هیوادونو دائتلاف جنګي الوتکو هم په تیرو څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې یویشت ۲۱)ځله په حجه ولایت کښې په میدي او حرض سیمو بمبارې وکړې .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد دایران دبهرنیو چارو دوزیر له مرستیال حسین جابری انصاری سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د سیمې او دنړۍ بدلونونه د دمشق پرضد د جنګ له لومړیو څخه دسوریې د سیاستونو سموالی ثابتوی .

دسوریې ولسمشر بشار اسد پرون مازیګر په دمشق کښې د ایران دباندنیو چارو د وزیر دعربو  او دافریقا دچارو له مرستیال حسین جابری انصاری سره په کتنې کښې وویل  دسیمې ځینو عربو او دغه راز لویدیځو هیوادونو هڅه وکړه دمینځنی ختیځ د ثبات دګډوډولو له لارې خپلې ګټې تامین کړی پرته له دې چې ددغو سیاستونو غمیزه رامینځته کونکو نتیجو ته کوم پام وکړی .

دسوریې ولسمشر بشار اسد وویل د جنګ په میدان  کښې دسورې دپوځ او د دوې د متحدانو بریالیتوبونه ، په سیاسی ډګر کښې  د دمشق او دهغه دهم تړونه هیوادونو  چې په سر کښې یې ایران دی دریځونه

 نه یوازې دترهګرو د پرله پسې ماتیو سبب شوی  دی شوی بلکې دبهرنیو لاسوهنو د مخنیوی او د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او د واکمنۍ په دفاع کښې د هیوادونو د حق او دنړیوالو قوانینو دپیاوړتیا سبب هم  شوی دی .

دایران دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال هم په دغه کتنې کښې ټینګار وکړ د سوریې مقاومت او له ترهګرۍ سره په جنګ کښې پرله پسې بریالیتوبونه او ددغه هیواد ټولو ښارونو او سیمو ته دامنیت بیرته ستنیدل نه یوازې د سوریې بلکې د ایران او دهغو ټولو ملتونو  بریالیتوب دی چې دخپلواکۍ او د هیواد په دفاع کښې په خپل حق ایمان لری .