ماسکو د حزب الله د څنګ کولو مخالف دی
-
سعودي عربستان دټولو ترهګرو ډلو جوړونکي او د مسلمانانو هیوادونو د کمزوري کولو او د اسرائیلو لپاره دامن حاشیې د رامینځته کولو اصلي عامل دی .
زمونږخبریال وایی په لبنان کښې د روسیې سفیر الکساندر زاسپکین (Alexander Zasypkin)ددغه هیواد له حکومت څخه د حزب الله غورځنګ د څنګ ته کولو لپاره ځینو دباونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ماسکو ددغو دباونو او غوښتنې خلاف دی .
هغه بیګا دلبنان له المنار ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل روسیه د لبنان له حکومت څخه دحزب الله د څنګ کولو مخالفه ده او د لبنان پرضد د دباونو د زیاتولو هیڅ دلیل نشته .
په لبنان کښې د روسیې سفیر دغه راز په سوریې کښې د لبنان دحزب الله شتون دسیمې د ژغورنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په چوکاټ کښې وباله او ویې ویل روسیه او حزب الله په یوه(۱) ګډ هدف سره په سوریې کښې شتون لری او له یوبل سره ملګرتیا هم کوی .
دلبنان لومړی وزیر سعد حریری دنوامبر دمیاشتې په څلورمه(۴) نیټه په داسې حال کښې چې عربستان وربللی وو له خپل مقام څخه استعفا ورکړه .
اکثره هیوادونه دغه استعفا د سعودی عربستان په دباو او په لبنان کښې د حزب الله غورځنګ په موقعیت د اغیز د شیندلو لپاره ګڼی .
دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر وړمه ورځ په ریاض کښې دفرانسې له خارجه وزیر سره یوځاې په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې ادعا وکړه ضروری ده چې د لبنان د حزب الله وړاندې د اقدام لپاره لارې چارې پیدا کړو .
هغه ادعا وکړه چې ایران دلبنان له حزب الله د خپل نفوذ د پراخولو لپاره استفاده کوی .
د ایران او دلبنان دحزب الله پرضد د سعودی عربستان دخارجه وزیر ادعاګانې په داسې حال کښې دی چې دلبنان ولسمشر میشل عون څه موده مخکې په خپل هیواد کښې د ایران د لاسوهنې په اړه د ځینو عربو او اروپایی هیوادونو ادعا رد کړی وه او ویلی وو لبنان تراوسه دایران لخوا دلاسوهنې هیڅ نښه نه ده لیدلی .
سعودی عربستان دټولو ترهګرو ډلو جوړونکی او د مسلمانانو هیوادونو د کمزوری کولو او د اسرائیلو لپاره دامن حاشیې د رامینځته کولو اصلی عامل دی .