د اسلامی ایران ولسمشر روسیې ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59545-د_اسلامی_ایران_ولسمشر_روسیې_ته_ورځی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د ولسمشر د اطلاعاتو او د ارتباطاتو د چارو مرستیال پرویز اسماعیلی نن وویل ولسمشر حسن روحانی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په رسمی بلنه په چهارشنبې ورځ ماسکو ته ورځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 15:20 Asia/Kabul
  • حسن روحاني به دروسیې او دترکیې له ولسمشرانو سره دوه اړخیزه او درې اړخیزه کتنې هم وکړي .
    حسن روحاني به دروسیې او دترکیې له ولسمشرانو سره دوه اړخیزه او درې اړخیزه کتنې هم وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د ولسمشر د اطلاعاتو او د ارتباطاتو د چارو مرستیال پرویز اسماعیلی نن وویل ولسمشر حسن روحانی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په رسمی بلنه په چهارشنبې ورځ ماسکو ته ورځی .

هغه وویل داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د نوامبر په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه د روسیې  په سوچی ښار کښې د ترکیې ، روسیې او دایران د ولسمشرانو په درې اړخیزه غونډې کښې دګډون لپاره روسیې ته یوه(۱) ورځنی سفر کوی .

دایران ولسمشر حسن روحانی به په سوچی غونډې کښې په ګډون سربیره  دروسیې او دترکیې له ولسمشرانو سره دوه اړخیزه او درې اړخیزه کتنې هم وکړی .

د سوریې د بدلونونو راتلونکی ، له تکفیری ترهګرو ډلو سره مبارزه ، او په دې زمینه کښې  دایران ، ترکیې او د روسیې دملګرتیاو دوام د روسیې په سوچی ښار کښې د ایران ، ترکیې او دروسیې د ولسمشرانو ددرې(۳) اړخیزه غونډې ترټولو مهم چورلیز دی .