دسوریې ۹۸ فیصده خاوره د حکومت په لاس کښې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59607-دسوریې_۹۸_فیصده_خاوره_د_حکومت_په_لاس_کښې_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د سوریې اته نوی (۹۸)فیصده خاوره د حکومتی عسکرو په لاس کښې ده او په ټروریسټانو کامل بریالیتوب نږدی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2017 00:50 Asia/Kabul
  • امریکا او انګلستان  په سوریې کښې دداعش ډلې دپاتې ټروریسټانو د ژغورنې کار ته دوام ورکړی او هغه یې امن سیمو ته منتقل کړي دي .
    امریکا او انګلستان په سوریې کښې دداعش ډلې دپاتې ټروریسټانو د ژغورنې کار ته دوام ورکړی او هغه یې امن سیمو ته منتقل کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د سوریې اته نوی (۹۸)فیصده خاوره د حکومتی عسکرو په لاس کښې ده او په ټروریسټانو کامل بریالیتوب نږدی دی .

د روسیې ولسمشر پوتین پرون په «سوچی» بندری ښار کښې دچیک جمهوریت له ولسمشر میلوش زمان سره په کتنې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو او  دځینو نړیوالو مهمو مسایلو په تیره بیا د سوریې د موضوع په اړه خبرې وکړې .

د چیک جمهوریت ولسمشر «میلوش زمان» هم په ترهګرو د سوریې د حکومت بریالیتوب ته په اشارې سره وویل ولسمشر بشار اسد دغه بریالیتوب لاس ته راوړی او هغه منتخب او ډیموکراټیک ولسمشر دی .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د سوریې په ځینو سیمو کښې اوس  هم دترهګرو ډلو ځینې مرکزونه شته خو د روسیې د  هوایی ځواک ، دسوریې د پوځ او دهغه د متحدانو په سختو ګوزارونوسره ټروریسټان له مینځه ځی .

امریکا او انګلستان  په سوریې کښې دداعش ډلې دپاتې ټروریسټانو د ژغورنې کار ته دوام ورکړی او هغه یې امن سیمو ته منتقل کړی دی .