سوریې د ایران ، روسیې او دترکیې د بیانیې هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59679-سوریې_د_ایران_روسیې_او_دترکیې_د_بیانیې_هرکلی_وکړ
زمونږخبریال وایی د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې په سوچی بندری ښار کښې د اسلامی ایران ، د ترکیې او د روسیې د ولسمشرانو دغونډې د پاییزې بیانیې هرکلی وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2017 01:32 Asia/Kabul
  • دمشق د هر هغه اقدام چې ددغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، خپلواکۍ او دملي امنیت احترام وکړي هرکلی کوي .
    دمشق د هر هغه اقدام چې ددغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، خپلواکۍ او دملي امنیت احترام وکړي هرکلی کوي .

زمونږخبریال وایی د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې په سوچی بندری ښار کښې د اسلامی ایران ، د ترکیې او د روسیې د ولسمشرانو دغونډې د پاییزې بیانیې هرکلی وکړ .

د سوریې دباندنیو چارو وزارت پرون وویل دمشق د هر هغه اقدام چې ددغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، خپلواکۍ او دملی امنیت احترام وکړی او د سوریې دخلکو د وینې د مخه په نیولو کښې رول ولوبوی هرکلی کوی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ،  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوچی ښار کښې دسوریې د حالاتو په اړه دغونډې له ختمیدا وروسته په یوې (۱)ګډې بیانیې کښې د سوریې  دځمکنۍ بشپړتیا ، وحدت ، خپلواکۍ او  واکمنی په ساتلو  بیا ټینګار سره  موافقه وکړه دترهګرو ډلو تر نهایی ماتی پورې به  له یوبل سره ملګرتیا ته دوام ورکړی .

په سوریې کښې له ترهګرو ډلوسره سعودی عربستان ، امریکا،  انګلستان ، فرانسه ، اردن ، اسرائیل ،بحرین ،کویت ، قطر او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مرستې کوی .

دسوریې پوځ او دلبنان دحزب الله ځواکونه د نوامبر په ۱۹ نیټه وتوانیدل دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزو ولایت په جنوب کښې ابوکمال ښار له داعش ترهګرې ډلې ازاد کړی .

ددغه ښار په ازادیدا سره په سوریې کښې دداعش ترهګرې ډلې دوسیه عملا وتړل شوه .