دسوچی دغونډې اصلی هدف د سوریې دغونډې جوړیدل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59683-دسوچی_دغونډې_اصلی_هدف_د_سوریې_دغونډې_جوړیدل_دی
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ټینګار وکړ دسوچی د غونډې اصلی هدف او نتیجه دسوریې د سیاسی ګوندونو او دخلکو دملی غونډې جوړیدل دی چې په وسیله یې ټول قومونه ، مذهبونه او فعالان که هغه د حکومت مخالفان او که ملاتړی دی په نږدې راتلونکی کښې په سوچی کښې غونډه جوړه کړی او دخپل هیواد د راتلونکی په اړه بحث او دنظر تبادله وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2017 02:05 Asia/Kabul
  • ایران ، روسیه او ترکیه ټول هیوادونه په سیمه کښې د پایداره ثبات او دصلحې د رامینځته کولو لپاره هڅې ته وربولي .
    ایران ، روسیه او ترکیه ټول هیوادونه په سیمه کښې د پایداره ثبات او دصلحې د رامینځته کولو لپاره هڅې ته وربولي .

زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ټینګار وکړ دسوچی د غونډې اصلی هدف او نتیجه دسوریې د سیاسی ګوندونو او دخلکو دملی غونډې جوړیدل دی چې په وسیله یې ټول قومونه ، مذهبونه او فعالان که هغه د حکومت مخالفان او که ملاتړی دی په نږدې راتلونکی کښې په سوچی کښې غونډه جوړه کړی او دخپل هیواد د راتلونکی په اړه بحث او دنظر تبادله وکړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی بیګا  د روسیې او دترکیې له ولسمشرانوسره  په ګډ خبری کانفرنس کښې چې دسوچی له غونډې وروسته وشو وویل د سوریې دخلکو د غونډې د جوړیدا هدف دا دی چې په دغه هیواد کښې د نوی اساسی قانون د تدوینیدا لپاره زمینه برابره شی او په وسیله یې په دغه هیواد کښې ازادانه او عادلانه انتخابات وشی او دا دټولې سیمې لپاره د صلح او ثبات پیغام کیدلای شی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې خوښۍ سره چې نن په سیمه او سوریه کښې د پایداره ثبات او دصلح په لاره کښې نوی ګام اخیستل شوی دی زیاته کړه وټاکل شوه چې د ایران ، روسیې او دترکیې دبهرنیو چارو وزیران، د ګډو کمیټیو مشران او د استخباراتی او امنیتی ادارو چارواکی د سوریې د خلکو او دسیاسی فعالانو د غونډې د جوړیدا لپاره شرایط برابر کړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې دسیمې دصلح او ثبات په چوکاټ کښې د تهران ، ماسکو او دانکاره ملګرتیا به دوام ولری وویل ایران ، روسیه او ترکیه ټول هیوادونه په سیمه کښې د پایداره ثبات او دصلحې د رامینځته کولو لپاره هڅې ته وربولی .

دایران ولسمشر د سوچی دغونډې  دترسره کیدا اهمیت ته په اشارې سره وویل دغه غونډه په داسې وخت کښې وشوه چې په سوریې او عراق کښې د داعش ډلې مرکزونه له مینځه تللی دی او په سیمه کښې د ترهګرۍ په وړاندې ستر بریالیتوب لاس ته راغلی دی .