ایران ، روسیه او ترکیې دترهګرۍ پرخلاف ملګرتیا کوی
زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ، روسیې او د ترکیې ولسمشرانو حسن روحانی ، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان په ګډې بیانیې کښې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ، وحدت ،خپلواکۍ او د واکمنۍ په بیاساتلو سره وویل د ترهګرو تر فاینل بریالیتوب پورې به له یوبل سره ملګرتیا ته دوام ورکړو .
ددغه ګډې بیانیې پراساس چې پرون مازیګر د سوچی دغونډې په پاې کښې داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، او دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لاسلیک کړه درې واړو هیوادونو په سوریې کښې د اووربند د ساتلو او پیاوړتیا لپاره د اوسنۍ درې(۳) اړخیزه غږملتیا په سویې چې تهران، ماسکو او انکاره یې تضمیونکی دی خوښی څرګنده کړه .
دایران ،روسیې او دترکیې ولسمشرانو د سوریې دحکومت او دحکومت د مخالفو ډلو استازی چې ځانونه د هیواد واکمنۍ ، خپلواکۍ ، وحدت ، ځمکنۍ بشپړتیا او د سوریې نه جلاکیدا ته ژمنی ګنی وغوښتل د سوریې د ملی خبرو په غونډې کښې چې په نږدې راتلونکی کښې د روسیې په سوچی کښې جوړیږی په رغنده ډول ګډون وکړی .